Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځینه خبریالانو په وړاندې د محدودیتونو پر زیاتوالي اندېښنې

یو شمېر ښځینه خبریالانې د دوی د کار په وړاندې د محدودیتونو له زیاتوالي اندېښمنې دي او وايي چې حتا په ځينو خبري غونډو کې د اسلامي امارت د چارواکو له خوا د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

دوی وايي، سره له دې چې، د ځینو دولتي بنسټونو له لوري د خبري پروګرامونو د پوښښ لپاره بلل کېږي او دوی هم غواړي چې، په یادو خبري غونډو کې ګډون وکړي؛ خو دا چې، ښځې دي؛ نو په یادو غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

خبریاله امنه حکیمي وايي:«له بده مرغه په دوو پروګرامونو کې چې موږ ولاړو، یو د کابل والي پروګرام درلود او یو بل پروګرام هم د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا و، چې موږ ته اجازه را نه کړل شوه چې په دغو پروګرامونو کې ګډون وکړو. د اجازې نه ورکولو په دلیل یې موږ هم پوه نه شوو.»

بله خبریاله سهیلا یوسفي هم څرګندوي:«په افغانستان کې د بیان ازادۍ له جدي محدودیتونو سره مخ ده چې د دغه وضعیت دوام د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانو په وړاندې ستره ننګونه ده.»

خبریاله نظیفه احمدي وايي:«اجازه دې راکړي چې موږ خبري پوښښ لپاره ولاړ شو او رپوټ چمتو کړو.»
        
د خبریالانو د حقونو ځينې مدافع بنسټونو د ښځینه خبریالانو د خبریالۍ د کارونو پر وړاندې د محدودیت له امله اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه کې د خبریالانو د دوسیو د څېړنې مسوول جمیل وقار په دې هکله وویل:«په هېواد کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته په رسنیو کې د ښځو ونډه کمه شوې ده او دا موږ ته د اندېښنې وړ ده.»

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي هم وايي:«موږ د دغه نظام له پرېکړه کوونکو غواړو چې له خبریالانو سره د چلن په برخه کې دوه ګونی چلن ونه لري؛ ښځينه خبریالانې د نرینه خبریالانو په توګه حق لري چې غونډو ته ولاړې شي.»

خو د اسلامي امارت مسوولین وايي، پر رسنیو او خبریالانو د محدودیت د لګولو او د فشار راوړلو اراده نه لري او دوی هغه څه ته چې په هېواد کې د رسنیو واقعي ازادي ګڼي، ژمن دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«تراوسه موږ ته په مشخصه توګه هېڅ شکایت نه دی راغلی چې ښځينه خبریالانې له کومې ستونزې سره مخ شوې وي.»
 
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې له لوري د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې له مخې د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته نږدې ۹۵ سلنه ښځو په رسنیو کې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
 
یو شمېر ښځینه خبریالانې د هغه څه له امله چې، د خبریالۍ د کارونو پر وړاندې فشارونه ګڼي شکایت کوي او وايي چې دوی ته حتا په خبري غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه