Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تېرو اوو میاشتو کې افغانستان کې ۱۸۶ رسنۍ تړل شوې دي

د افغانستان د خبریالانو ملي کور وايي چې په تېرو اوو میاشتو کې په هېواد کې ۱۸۶ رسنۍ غیر فعاله شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي کور مسوولان وایي، چې په هېواد کې تر وروستیو بدلونونو وروسته د ۴۷۶ رسنیو له منځه ۲۹۰ رسنۍ فعالې پاتې دي او ۱۸۶ رسنۍ غیرې فعاله شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو ملي کور رییس سید یاسین متین وايي:«د اقتصادي وضعیت او د مسلکي ځواک له ترک سره رسنۍ له دغه برخلیک سره مخامخ شوې دي.»

خبریاله هدیه ضیايي هم څرګندوي:«له بده مرغه زموږ پیغامونو ته ځواب نه وايي او که چېرې زموږ زنګونو ته یې هم ځواب راکوي هغو اطلاعاتو ته چې موږ اړتیا لرو چې په خبر کې یې ځای پر ځای کړو موږ ته نه راکوي.»
  
له دې سره هم مهاله د بشري حقونو او د رسنیو د څار بنسټ، د رسنیو د ملاتړ نړۍوال بنسټ او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتې دي، چې خبریالان د امنیت ټنګښت ته پاملرنه وکړي.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي دي:«د رسمي قوانینو له مخې د خبریالانو او رسنیو د امنیت ټينګښت د حکومت له اساسي دندو ګڼل کېږي، چې اسلامي امارت د ټولیزو رسنیو قانون مرعی الاجرا کړی دی، چې ټولې رسنۍ باید د همدغه قانون له مخې کار وکړي. خو اسلامي امارت په ولایتونو او مرکز کې پر خبریالانو فشار راوستی دی چې له همدې امله په هېواد کې ډېری رسنۍ تړل شوي او یا هم د تړل کېدو په حال کې دي.»

اخوا د افغانستان د خبریالۍ د بنسټونو او رسنیو د کمېسیون مسوولان په یوې خبري غونډه کې وایي چې د اسلامي امارت کابینې ته یې یوه طرحه وړاندیز کړې ده، څو هغه رسنۍ چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د مالیې او د برېښنا د لګښت د پيسو له ورکولو او د جواز له تمدید نه معاف کړي.

د افغانستان د خبریالۍ او رسنیو بنسټونو د فډراسیون له مسوولانو حفیظ الله بارکزی وايي:«موږ وړاندیز کړی تر هغې چې رسنۍ په خپلو پښو درېږي او په خپلو امکاناتو مخته ځي؛ یو کال کېږي دوه کاله کېږي تاسې باید دا مرسته وکړئ.»

تر دې وړاندې هم په هېواد کې د رسنیو د وضعیت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده شوې ده. چې له ورستیو تحولاتو سره په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ غیرفعالې شوي او کابو ۶۰ سلنه خبریالان بې کاره شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه