Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون عملي کار به سبا ته پيل شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون به سبا (تلې په ۴مه) خپل عملي کار پیل کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وایي چې سبا ته په یوې غونډه کې د کمېسیون د کار په بڼې او د خبریالانو ننګونو ته د رسېدنې په هکله خبرې وکړي.

ښاغلي فراهي وویل:«د کمېسیون لومړنۍ غونډه تعارفي ده په دویمه غونډه کې کمېسیون عملاً د ننګونو د کار په بڼې خپل کارونه پيل وي.»

د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون له جوړېدو د څه باندې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته دغه کمېسیون تر اوسه عملي کار نه دی پېل کړی.

یو شمېر خبریالان وایي چې په هېواد کې د پېښو د پوښښ پر مهال له ډېرو رسنیزو ستونزو سره مخ کېږي.

خبریاله فرخنده محبي وايي:«اوس مهال خبریالان له ګڼو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي؛ خو داسې مرجع نشته چې ځواب ویونکی وي.»
 
خبریال مصطفی شهریار څرګندوي:«د خبریالانو ننګونې زیاتې شوې دي، محدودیتونه زیات شوي او ښځینه خبریالانو ته په ځينو پروګرامونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.»

بل خوا د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه له دغه کمېسیونه ځينې غوښتنې لري.

د افغانستان د آزادو خبریالانو د ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وویل:«هیله لرو چې دغه کمېسیون ژر تر ژره خپل کار پیل کړي او د هغو خبریالانو دوسیو ته چې په بند کې دي پاملرنه وکړي.»

د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو د فډراسیون د مشرتابه غړی مسرور لطفي هم وايي:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې د ټولنیزو رسنیو د قانون د تنفیذ په برخه کې مرکزي او سیمه ییزو ادارو ته د یوه رسمي مکتوب په واسطه خبر وکړل شي چې له رسنیو سره د دغه قانون په چوکاټ کې چلن وشي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست په وینا، د کورنیو چارو او امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارتونو او امنیتي ادارو استازي او د خبریالانو د ټولنو غړي د رسنیزو سرغړونو د څېړنې د کمېسیون غړي دي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان او په افغانستان کې د خبریالانو د خپلواکې ټولنې د تر ټولو تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځلسمې د ۲۰۲۲ کال تر فبروري میاشتې پورې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي دي او تر ۶۴۰۰ زیاتو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه