Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د راډیو نړۍواله ورځ؛ هېواد کې څه باندې ۲۰۰ راډیوګانې فعالې دي

د فبروري میاشتي دیارلسمه د راډیو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې اوس په هېواد کې څه باندې ۲۰۰ راډیوګانې فعالې دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، چې په څه باندې ۱۸ میاشتو کې  ۴۴ راډيوګانو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه په ټپه درولي دي.
  
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد وايي:«فعلاً په افغانستان کې څه باندې ۲۰۰ صوتي رسنۍ موږ فعالې لرو، د اسلامي امارت له راتګ نه وروسته ۴۴ راډیوګانو یا صوتي رسنیو متوقیف کړی ده.»

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وایي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ۱۹۰۰ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي چې تر زرو زیات یې ښځې دي، وزګار شوي دي.

د افغانستان د آزادو خبریالانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وايي:«۱۹۰۰ کارکوونکي چې ۱۰۷۵ یې مېرمنې وې خپل کار له لاسه ورکړی دی.»

د یو شمېر غږېزو رسنیو مسوولان له اسلامي امارته غواړي چې  اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له خبریالانو سره مرسته وکړي.

د ارمان راډیو مسوول منصور موحد هم وویل:«کله چې غواړو له ادارو او حکومت سره په ځينو مسایلو کې همکاري ولرو او موږ ته مشخص او معلوم اطلاعات راکړل شي چې خلکو په واک کې یې ورکړو، ښايي په دې برخه کې موږ له ستونزو سره مخ شوي یوو.»

د کابل اوسېدونکی نعمت الله وايي:«رادیو خو بهترین شی دی. له یوې حادثې له یوې زلزلې د هېواد له هغې خوا دې خوا خبرېږو.»

راډيو د اسانه لاسرسي، ذهني تصویرونو د جوړولو او خپلې تاریخي مخینې له امله په هېوادوالو کې خورا ډېر مینه وال لري او تر ټولو ډېر اورېدونکي یې د کلیوالو سیمو اوسېدونکي دي.

راډيو د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴ لمریز کال کې د کابل راډیو تر نامه لاندې خپل فعالیت پیل کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه