Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریالانو ملي ورځ؛ د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په هکله اندېښنې

د خبریالانو له ملي ورځې سره هم مهاله، د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنه وایي، چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، د نږدې ۵۰ سلنه رسنیو فعالیت په بېلابېلو علتونو په تېره بیا د اقتصادي ستونزو له امله درول شوی دی او یو شمېر خبریالان وزګار شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې د مشرتابه غړی مسرور لطفي وايي:«ډېریو څېرو د افغانستان رسنۍ پرېښودې. رسنیزه ټولنه له ډېرو ستونزو سره مخ ده. له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او همدارنګه په افغانستان کې پر رسنیز کار تر دې بریده محدودیتونه لګول شوي. د دې ترڅنګ د رسنیزۍ ټولنې ځنډول یا رخصتول په خپله یوه ستره ننګونه ده.»

اخوا د خبریال په ملي ورځ یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

ځينې خبریالان له اسلامي امارته غواړي چې د دوی پر ستونزو په تېره بیا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې غور وکړي.

خبریال مصطفی شهریار وویل:«له حکومتي چارواکو او اړوندو مسولانو زموږ غوښتنه دا ده چې د خبریالانو د ستونزو په برخه کې پاملرنه وکړي او د خبریال کاري او ځاني خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

خبریال رقیب فیاض څرګنده کړه:«د کب ۲۷ مه د خبریال ملي ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې اطلاعاتو ته لاسرسی لاهم د یوې ننګونې په توګه یادېږي او همدارنګه دغه طبقه لاهم له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»                      

بل خوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال په هېواد کې د خبریالانو د حقونو د خوندېتوب ډاډ ورکوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي وايي:«موږ له خبریالانو او رسنیو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو او په راتلوونکي کې زموږ هڅه دا ده چې ټولو خبریالانو ته اسانتیا رامنځته کړو.»

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي دي، چې خبریالانو ته د نورو اسانتیاوو د رامنځه ته کولو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون په لږ بدلونونو سره د اسلامي امارت مشرتابه ته لېږل شوی دی او دغه قانون به له تصویب وروسته عملي شي، خو تر اوسه یې څرک نه لګېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه