Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ هېواد کې څه باندې۳۰۰ رسنۍ له فعالیته لوېدلي

د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالۍ ورځې سره هم‌مهاله، د رسنیو ځينې ملاتړي بنسټونه وايي، په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له امله، څه باندې ۳۰۰ رسنۍ له فعالیته پاتې شوي او د دغو رسنیو د تړل کېدو ستر لامل اقتصادي یا مالي ستونزې وې.

اطلاعاتو ته نه لاسرسی، له تاوتریخوالو سره د خبریالانو مخامخ کېدل او د رسنیو اقتصادي ستونزې، هغه ننګونې دي چې خبریالان او رسنۍ د هغو له شتونه شکایت لري.

د افغانستان د ازادو ژونالستانو د ټولنې اجرايي رییس حجت‌الله مجددي طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ هم‌مسلکان په اطلاعاتو پسې سرګردانه ګرځي؛ خو هغه چې اړتیا ده رسنیو ته ورکړل شي، له بده مرغه په وخت او کره نه ورکول کېږي. که چېرې ورکول کېږي هم، د اسلامي امارت ډېر کم او معدود ویاندویان په دې برخه کې همکاري کوي.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول عبدالقدیم ویاړ وویل:«حکومتونه مکلف دي چې رسنیو او د رسنیو فعالیتونو ته زمینه برابره کړي. لکه څرنګه چې قانون په دې هکله لارښونه کړې ده.»

له بل لوري د ځینو رسنیو مسوولان د هغه څه په تړاو چې، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ننګونې ګڼي نیوکې لري.

د طلوع‌نیوز مسوول ذبیح‌الله سادات وايي:«ډېری وخت زموږ د همکارانو ټلېفونونه ته ځواب نه ورکوي او کله چې موږ کوښښ کوو چې تماس ونیسو، هغه وخت د هغه خبر ارزښت له منځه تللی وي او یا هم د بهرنیو رسنیو له ادرسه موږ هغو معلوماتو ته لاسرسی پيدا کوو.»

د پژواک خبري اژانس مسوول عبدالقدیر منصف هم وویل:«خبریال نیول کېږي او هغه ځورول کېږي او په ساعتونو زندان ته اچول کېږي. او وروسته د اړوند ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د هڅو په پای کې خوشی کېږي.»

په دې منځ کې ځينې خبریالان وايي، د حکومت له لوري پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر څنګ مالي ستونزو د دوی کاري بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.

خبریال داوود څرګندوي:«اطلاعاتو ته لاسرسی په بې‌سارې توګه کم شوی او همدارنګه د اطلاع رسونې او خبریالۍ کار له ستونزو او ننګونو، لکه د کار په وړاندې نه خوندیتوب او جبري سانسورونو سره مخ دی.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا وايي، سرپرست حکومت د شریعت په چوکاټ کې د رسنیو له فعالیته ملاتړ کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي:«حکومت د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د هېواد علیا (سترو ګټو) په چوکاټ کې، له ټولیزو رسنیو که هغه چاپي وي، که غږیزې او تصویري وي تل خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی او کوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم په یوې اعلامیه کې ویلي چې، د لګول شویو محدودیتونو او فشارونو له امله په افغانستان کې د ازادو مطبوعاتو راتلونکې ناروښانه ده.

یوناما زیاته کړې چې، افغانستان په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې له ۱۲۲ ځایه ۱۵۶ ځایه ته رالوېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه