Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رسنیو کې د ښځو حضور ۶۴ سلنه کم شوی

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه وايي چې د هېواد په رسنیو کې د ښځو حضور د تېرو دوو کلونو پرتله ۶۴ سلنه کم شوی دی.

د افغانستان ژورنالیستانو ملي ټولنې رییس احمدشاه وایي چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د خبریالانو حضور صفر ته رسېدلی او د ښځو اړوند له ۱۷رسنیو څخه یوازې ۷ رسنۍ فعالیت لري.

احمد شاه فنا په دې هکله وویل:«په ۲۲ ولایتونو کې د هغو شمېرو پر بنسټ چې ترلاسه شوي اصلاً هېڅ ښځينه خبریاله فعالیت نه لري او ۱۷ رسنۍ چې په تېر کې د ښځو اړوندې وې، اوس اووه رسنۍ پاتې دي او فعالیت لري.»

ورته مهال په هېواد کې ځينې خبریالانې له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

عبیده نیکوفر له هغو خبریالانو څخه ده چې په بادغیس کې فعالیت کوي. دا وایي چې لا هم رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي خو د هېواد په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو له کمرنګه حضوره اندېښمنه ده.

هغه له سرپرست حکومته غواړي:«باید په افغانستان کې ازادي بیان مراعات شي. له مېرمنو ملاتړ وشي او د هغوی لپاره د کار زمینه برابره شي.»

هرات کې خبریاله مرجان وفا وايي:«که‌چېرې وضعیت همدا ډول وي، تر راتلونکو څو کلونو به خبریاله ونه لرو چې په ټولنه کې د خبریالۍ فعالیت وکړي.» 

په بدخشان کې د رسنۍ کارکوونکې آینور ذکي هم وویل:«زموږ اقتصادي ستونزې زښته زیاتې دي. موږ هره ورځ راځو او په وړیا توګه کار کوو. موږ ته له هېڅ لارې کوم معاش یا امتیاز نه راکول کېږي.»

ورته مهال، د یو شمېر ولایتونو سیمه‌ییز مسوولان، په ټولیزو رسنیو کې د ښځينه خبریالانو د کمرنګه حضور پخلی کوي.

د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس اغا ولي قریشي څرګندوي:«په تېره اداره کې هم په ارزګان کې د ښځینه خبریالانو حضور کم وو حتا هېڅ نه وو. اوس هم د ښځينه خبریالانو له نشتون سره مخ یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، په تېرو نږدې دوو کلونو کې ۵۳ سلنه خبریالانو د بېلابېلو لاملونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا یې رسنیز فعالیتونه پرېښي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه