Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رسنیو مالي ستونزې؛ په روزګان کې کارکوونکي دندو پرېښودو ته اړ شوي

په روزګان کې د رسنیو یو شمېر مسوولانو د اقتصادي ستونز له امله خپل ډېری کارکوونکي ګوښه کړي او یو شمېر نور یې په وړیا توګه کار کوي.

دوی خبرداری ورکوي که وضیعت همداسې دوام وکړي ښايي ټولې رسنۍ خپل فعالیت ودروي.

د سلام روزګان خصوصي راډېو د نشراتو مسوول بریال منګل وايي: «مخکې ۲۵ تنه کارکوونکي وو، اوس پنځه تنه دي چې په دوی کې یې څلور تنه وړیا کار کوي او یوه تخنیکي کارکوونکي ته معاش ورکوو.»

د پیوستون راډیو ټلویزیون د نشراتو مسوول شامحمود همدرد وايي: «دغه اووه یا اته کسان چې اوس پاتې دي، د دوی لپاره داسې معاش نه‌شته چې د دوی لپاره بسنه وکړي یا کورنی لګښت پرې پوره شي.»

د رسنیو مسوولان له سرپرست حکومت او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غواړي چي له رسنیو او خبریالانو مالي ملاتړ وکړي.

شمع راډیو مدیر مسوول احسان الله ولسمل وايي: «که اقتصادي ستونزې همدغسې روانې وي او مالي ملاتړ و نه‌شي، زه وېره لرم چې روزګان کې پاتې رسنۍ به هم سقوط وکړي.»

په ارزګان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي ولایتي مسوول نجیب لطیف وايي: «پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو په ځانګړې توګه د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو غږ کوو چې له افغان رسنیو په ځانګړې توګه په روزګان کې له مېشتو رسنیو مسوولانو، دفترونو او کارکوونکو سره مالي مرسته وکړي.»

اخوا، مسوولان هم په دې ولایت کې د رسنیو اقتصادي ستونزي مني او وایي، هڅه کوي چې د رسنیو ستونزې حل کړي، خو تر اوسه په‌دې کار نه‌دي بریالي شوي.

د ارزګان د اطلاعاتو کلتور ریس غلام نبي الفت وايي: «غټ لامل یې دا دی چې په ټول افغانستان کې اقتصادي غربت رامنځ‌ته شوی دی.»

د بې‌پولې خبریالانو سازمان او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې د سروې له مخې چې د ۲۰۲۱ کال په ډېسمبر میاشت کې یې تر سره کړې، له ۵۴۳ رسنیو ۲۳۱ چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ د بېلابېلو په تېره اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي. د دې سروې له مخې په افغانستان کې له ۱۰۴۷۹ خبریالانو څخه ۵۹۲۸ یې دندې له لاسه ورکړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه