Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ روغتیايي کارکوونکي په‌دې ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ له ډېرېدو اندېښمن دي.

دوی زیاتوي، په یاده ولسوالۍ کې د کولرا شکمنو پېښو له کبله اته کسان مړه شوي او په تېرو لسو ورځو کې یې ۳۴۰ نورې پېښې هم ثبت کړې دي.

په سپېرې ولسوالۍ کې د تغذیې او د روغتیا د ګرځنده ډلې مشر محمد نبي ځدراڼ  وايي: «له دې مجموعې څخه له نېکه ټول ښه دي، خو یو نفر موږ مړي لرو چې هغوی کې پنځه کسان ماشومان دي او درې کسان لویان دي. دوی د کولرا له کبله مړه شوي دي.»

خو په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسوول دا نه مني چې ګني په سپېرې ولسوالۍ کې دې د کولرا شکمنې پېښې په دومره کچه وي. د دوی په خبره د ټول خوست په کچه د یادې ناروغۍ شاوخوا څوارلس شکمنې پېښې ورسره ثبت شوي چې مړینه په‌کې شامله نه‌ده.

د خوست د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسوول ډاکټر نصیب وايي: «موږ سپملونه واخیستل، د سمپلونو نتیجه د جریان په حال کې ده او له مرکزي لابراتوار سره شریک شوي، تر اوسه پورې یې له موږ سره پایله نه‌ده شریکه شوې.»

د دې ولایت اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست له چارواکو غوښتنه کوي چې د خپرې شوې ناروغۍ د کنټرول په برخه کې دې جدي هڅې وکړي.

د خوست اوسیدونکی پوهان وايي: «له عامې روغتیا ریاست څخه مو هیله ده چې د دې ناروغۍ پر وړاندې اقدام وکړي او جدي تدابیر ونیسي.»

سپېره د خوست یوه هغه لرې پرته ولسوالي ده چې له پکتیکا وروسته په‌کې د وروستۍ زلزلې له کبله خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه واښتل. روغتیا پلان د کولرا ناروغۍ د زیاتیدو لاملونه د زلزلې او سېلابونو راوتل بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه