Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د سېنما او تیاتر لوبغاړي د خپل هنر په اړه اندېښمن دي

په هرات ولایت کې د تیاتر هنر له سلمې کلیزې سره سم، د تیاتر یو شمېر هنرمندان د دغه هنر په اړه اندېښمن دي. د هرات د تیاتر مدیریت مسوولانو په وینا، د تیاتر او سینما ډېر شمېر لوبغاړي او هنرمندان له هېواده وتلي دي.

ورته مهال په هرات کې د تیاتر او سینما په برخه کې پر ښځو د محدودیتونو لګولو له امله، ډېر شمېر ښځې بې‌روزګاره شوي او په کور ناستې دي. اوس نارینه هنرمندان، له ښځینه لوبغاړو پرته خلکو ته خپل ننداره کوي.

د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له تاییدۍ وروسته مېرمنې کولای شي د حجاب په پام کې نیولو سره، فلمي او سینمایي نندارو کې را څرګندې شي.

د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر مدیر فریدون فکوري وايي: «اوس‌مهال موږ د تمرین لپاره ځای نه‌لرو، تشکیل مو هم محدود شوی دی، که موږ امکانات ولرو، ډېر محدودیت راته نه‌شته.»

فاطمه حسیني د هرات تیاتر یو له مخکښو هنرمندانو ده. هغې په تېرو اوولسو کلونو کې سلګونو فلمونو او سریالونو کې د لوبغاړې په توګه کار کړی دی، خو له څو میاشتې راهیسي د د هنر ننداره کولو پر ځای په یوه خصوصي دفتر کې د اشپزې په توګه کار کوي.

د تیاتر او سینما لوبغاړې فاطمه حسیني وايي: «په تېرو څو کلونو کې مې په سېنما او تیاتر په برخه کې هڅې وکړې، خو اوس دلته اشپزه یم، په میاشت کې پنځه یا شپږ زره راته راکوي چې د کور لګښت پرې هم نه پوره کېږي.»

یو شمېر نارینه هنرمندان وایي، د ښځو له حضور پرته سینما او تیاتر بې‌مانا دي.

د سینما او تیاتر لوبغاړی نعمت الله حسین‌زاده وايي: «په خیر او سلامتۍ سره داسې وخت راشي چې سالون جوړ شي او ښځې په اسلامي حجاب کې هم ګډون وکړي. ښځې چې له موږ سره همکارې وي، زموږ کار بشپړېږي.»

ورته مهال د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، پر یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې د تیاتر او سینما په برخه کې ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

د هرات اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني وايي: «موږ مرکز ته په تمه یوو او ډاډه اوسئ چې د افغانستان اسلامي امارت هغه څه چې د شریعت او د افغانستان د کلتور په چوکاټ کې وي، د هېڅ نر او ښځې افغان حق به و نه سپموي.»

د هرات تیاتر ۱۳۰۱ هجري لمریز کال کې د علامه صلاح‌الدین سلجوقي له لوري تاسیس شو چې په تېرو شلو کلونو کې یې ګڼې لوړې او ژورې تجربه کړې دي.

د هرات تیاتر مدیریت د شمېرو له مخې، وروستیو کلونو کې شاوخوا ۲۰۰ لوبغاړي دلته په کار بوخت وو چې له دې ډلې ۱۲۰ تنه ښځې او نجونې وې، خو اوس یوازې ۳۰ تنه هنرمندان پاتې دي چې له ډلې یې څلور تنه مېرمنې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه