Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان په بامیان ولایت کې غلغلې ښار ته د سېلانیانو د ډېروالي خبر ورکوي

د بامیان ولایت سیمه‌ییز مسوولان په‌دې ولایت کې لرغوني او تاریخي غلغلې ښار ته د سیلانیانو د ورتګ له ډېروالي خبر ورکوي.

د دوی په خبره، د روان کال له پیله تر دې دمه څه باندې دری زره کورني او بهرني سیلانیانو د دې ښار لېدو ته ورغلي دي.

د غلغلې ښار د ټکټونو د وېش مسوول سید علي موسوي وايي: «د کال له پیله تر دې دمه شاوخوا درې زره کسان د دې لرغوني ښار لېدو ته راغلي چې ۲۵۰ کسان یې بهرني سیلانیان او نږدې ۲۷۵۰ کسان یې کورني سیلانیان دي.»

له بلې خوا، یو شمېر سیلانیان وايي، د غلغلې ښار چې په بامیانو کې یو له لرغونو او تاریخي ښارونو شمېرل کېږي او د یونسکو له لوري د فرهنګي میراث په توګه ثبت دی، لېوالتیا لري چې دا لرغونې او تاریخي سیمه له نږدې وګوري.

سلاني عبدالحکیم وايي: «دلته راغلی یم چې د غلغلې ښار له نږدې وګورم او ډېر جالب دی، د جوړولو بڼه یې د سړي ډېره خوښېږي.»

سیلاني سید شریف وايي: «د دې ښار جوړ شوي دېوالونه او د جوړولو بڼه سړی ځان ته راکاږي.»

د کارپوهانو په باور، دا لرغونی او تاریخي ښار د ګرځندوی صنعت د ودې په برخه کې خورا مهم رول لوبولی شي.

د پوهنتون استاد محمد باقر معرفت وايي: «د ګرځندويي مسایل د سیمې لرغونتیا پورې تړاو لري، د دې تر څنګ موږ په بامیان کې د بند امیر په څېر د لېدو وړ او ارزښت لرونکې تاریخي منظرې هم لرو.»

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د ګرځندوی په برخه کې پر آسانتیاوو سربېره، د دغه تاریخي ښار د ځینو برخو د رغونې چارې هم پیل شوې دي.

سیف الرحمن محمدي وايي: «تمه ده چې په سیاحتي سیمو کې د هوټل، روغتیا، ټرانسپورټ او د تګ-راتګ نورې اسانتیاوې برابرې شي.»

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر دې دمه شاوخوا دری زره سیلانیانو له دغه ښاره لیدنه کړې چې له ډلې ۲۵۰ تنه بهرني سیلانیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه