د بغلان د سینما ګرانو ټولنې مسوولان وايي، له څه مودې وروسته یې خپل فعالیت بیا پیل کړ او زیاتوي، هڅه کوي چې په لږو امکاناتو سره فلمونه جوړ کړي.
دوی له حکومته غواړي چې د سینماګرانو ملاتړ وکړي.
د بغلان د سینما ګرانو ټولنې مسوولان فرهاد وحدت وايي: «تر اوسه له موږ چا ملاتړ نهدی کړی، موږ په خپلو کمو امکاناتو فلمونه جوړوو.»
سمیر چې دوولس کاله عمر لري، تازه یې د سینما نړۍ ته مخه کړې ده، وایي، یوه فلم کې به له ښوونځیو د پاتې ماشومانو ستونزې او اندېښنې د تصویر په ژبه وړاندې کړي.
د بغلان د سینما ګرانو ټولنې «تڼاکې خاندي او لوبې کوي» په نوم فلم جوړ کړی او پهدې فلم کې د ماشومانو ناوخوالي انځور شوي دي.
فلم جوړوونکی سمیر وايي: «د دې فلم له جوړولو زموږ موخه د هغو ماشومانو د سختیو انځورول دي چې سخت کارونه کوي.»
فلم جوړوونکی عمر وايي: «غواړو پهدې فلم کې وښایو چې زموږ په خویندو ظلم و نهکړي او اجازه ورکړي چې درس ولولي.»
په همدې حال د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، هڅه کوي چې د فلم جوړوونکو له فعالیتونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د بغلان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګي چارو مرستیال عبدالبشیر اظهر زیاتوي: «په بغلان کې مو د سینماګرانو ټولنه بیا فعاله کړه او د اسلامي امارت له برنامو سره سم فعالیتونه کوي.»
د دغو فلم جوړوونکو په وینا، ډېر ژر به د دوی یو فلم له هېواده د باندې نندارې ته کېښودل شي.
په دې اړه مو اندونه