Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د اسلامي امارت ځواکونو ته د یونېفورم وېش لړۍ پیلېدل

د هرات سیمه‌ییز مسوولان وایي، په‌دې ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو ته د یونېفورم د وېش بهیر پیل شوی دی.

د دوی په وینا، تر اوسه پورې درې زرو ځواکونو ته یونېفورم وېشل شوی.

د هرات والي ویاند حمیدالله متوکل وايي: «اوس مو درې زره پولیسو، سرتېرو او ساتنمنانو ته چې د تلاشۍ پر ځایونو ولاړ دي او د خلکو پام ورته ور اوړي، یونېفورم وېشلی دی او دا لړۍ دوام لري.»

دغو ځواکونو چې تازه پوځي یونیفورم اغوستی، د ټولو امنیتي ځواکونو له لوري د ځانګړي یونېفورم د اغوستلو غوښتنه کوي.

سرتېری عبدالرحمان وايي: «دغه لباس چې یې موږ ته راکړی دی، په‌دې ډېر مصرف شوی دی، پولیس او نظامي سړی په‌دې کې مالومېږي.»

سرتېری امان‌الله وايي: «موږ له دې څخه خوشال یوو، له دې لباس څخه څوک غلطه استفاده نه‌شي کولای.»

ورته مهال، د هرات یو شمېر اوسېدونکي هم د اسلامي امارت ځواکونو ته د یونېفورم له وېشل کېدو هرکلی کوي.

د هرات اوسېدونکی سلطان احمد نوري وايي: «د پوځي او غیر پوځي تر منځ باید توپیر وشي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو هغه کسان چې پوځي لباس نه پر تن کوي، امر دې ورته وکړي چې هغوی هم یونېفورم پر تن کړي.»

د هرات اوسېدونکی احسان الله رضایي وايي: «که یونېفورم ولري، سړی پوهېږي چې ملي اردو یا پولیس دی. ډېره ښه کار دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تل په ښارونو کې له یونېفورم پرته د اسلامي امارت د ځواکونو په حضور نیوکه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه