Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیانو کې اقتصادي کړکېچ او د رسنیو د کارکوونکو کموالی

بامیانو کې د ځينو خصوصي رسنیو مسوولان وایي، وروستیو میاشتو کې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او له همدې امله یې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی دی.

د هغوی په وینا، که‌چېرې وضعیت همدا ډول دوام وکړي اړ دي چې خپلو فعالیتونو ته د پای ټکی کېږي.

بامیانو کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول حمیدالله عارفي وویل:«د تېر پرتله زموږ کارکوونکي کم شوي دي، هم یې معاش کم شوی او هم یې شمېر.»

بامیانو کې د یوې بلې خصوصي رسنۍ مسوول مرتضی احمدي هم وايي:«که‌چېرې همدا ډول دوام پیدا کړي، شونې ده په نږدې راتلوونکي کې د رسنیو د دروازو تړو ته اړ شوو.»

په همدې حال د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي چې دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الرحمان محمدي څرګندوي:«د همکارو موسسو له لارې وکولای شي زموږ د خصوصي رسنیو ملاتړ وکړي.»

رسنیز فعال میثم نظري وویل:«هغه عامل چې د رسنیو د کار د درېدو لامل شوی دی، بد مالي وضعیت دی.»

د بامیانو د سیمه ییزو مسوولینو د شمېرو له مخې، دا مهال دغه ولایت کې تر لسو زیاتې غږیزې او چاپي خصوصي او دولتي رسنۍ فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه