د هرات حوزوي روغتون مسوولان وایي چې خلکو ته د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په پار یې په دغه روغتون کې ګڼې تازه څانګې فعاله کړې دي.
دوی زیاتوي چې ناروغان اړ وو چې د ځينو معایناتو لپاره له روغتون څخه بیرون ولاړ شي؛ خو اوس دغه معاینات په وړیا توګه دننه په روغتون کې کېږي.
د هرات حوزوي روغتون کې د سیټي سکن څانګه تازه فعاله شوې ده. د مسوولانو په وینا، د ورځې تر ۲۵ ناروغان د سي،تي سکن لپاره لابراتوار ته مراجعه کوي.
د هرات حوزوي روغتون رییس جلیل احمد رسولي وايي:«هغه خدمتونه چې مخکې نه ترسره کېدل او یا کم وو، په ځانګړې توګه لابراتواري معاینات، اوس ۲۴ ساعته موږ لابراتواري معاینات ترسره کوو.»
د دغه روغتون مسوولان او ډاکتران همدارنګه وايي چې د ناروغانو د شمېر د زیاتوالي له امله، د هرات حوزوي روغتون ډېرو امکاناتو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.
د هرات حوزوي روغتون د راډیولوژۍ څانګې مسوول بهرام دیانت وویل:«پخوا ناروغان سرګردانه وو؛ او بیرون ته به تلل، خو اوس کار یې همدلته کېږي او د ورځې۲۰ تر ۲۵ تنو سیټي سکن کېږي.»
ورته مهال، د هرات اوسېدونکي د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د لا ډېرو روغتیایي امکاناتو د زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي.
د هرات اوسېدونکي جمعه ګل اصیل وویل:«خدمات خو ډېر ښه شوي دي، د روغتون وضعیت، ناروغانو ته رسېدنه ډېره ښه شوې ده.»
د هرات اوسېدونکی نذیر احمد هم وايي:«بیرون له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو اخلي، عکس اخلي، خو که دننه وي، ډېره اسانه کېږي.»
د هرات حوزوي روغتون د هېواد په لوېدیځ کې له لویو دولتي روغتونونو دی. د مسوولانو په وینا له هرات او نورو لوېدیځو ولایتونو د ورځې څه باندې دوه زره ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي.
په دې اړه مو اندونه