Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د پاشدان بند د چارو له سره پیلېدل

له دوه کلن ځنډ وروسته په هرات کې د پاشدان بند ابتدایي رغنیز کارونه له سره پیل شول.

د دې بند مسوولان وایي، د دې پروژې اصلي کارونه به د سرپرست حکومت د چارواکو له سپارښتنې وروسته پیل شي.

د پاشدان بند د پروژې مسوول نعمت‌الله حکیمي وايي: «موږ ټول اړین چمتوالی نیولی دی او زموږ کورني او بهرنی انجنیران په سیمه کې دي، موږ د اسلامي امارت لارښوونې ته په تمه یوو.»

په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې زر تر زره د پاشدان بند د جوړېدو چارو له سره پیل کړي.

د هرات اوسېدونکی عبدالهادي قانع وايي: «په اوسنیو شرایطو کې چې په هرات کې د اوبو کچه مناسبه او ښه نه‌ده، تر ځمکې لاندې اوبو کچه په کمېدو ده، دغه بند کولای شي د اوبو ذخیره کولو او د کروندګرو لپاره ګټور تمام شي.»

سرپرست حکومت مخکې له دې اعلان کړی و چې د روان لمریز کال په لړ کې به د هرات پاشدان بند په ګډون د یوولسو نیمګړو پاتو پروژو چارې له سره پیل کړي.

د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس وايي: «خپل ټول ګران ملت، په تېره د هرات ولایت متدینو خلکو ته ډاډ ورکوم چې د پاشدان بند په ۱۴۰۲ مالي کال بودجه کې په پام کې نیول شوی دی او په توشیح پر مهال په‌کې څه بدلون نه‌دی راغلی.»

د پاشدان بند د جوړېدو کار تر ۸۵ سلنه مخته تللی دی. د کار له بیا پیلیدو سره به تر راتلونکو پنځو میاشتو د اوبو او برښنا دغه بند ګټې اخیستې ته وسپارل شي.

د هرات د متخصصانو شورا رییس محمد رفیق شهیر وايي: «د دې تر څنګ چې دوه میګاواټه برښنا تولیدوي، د سیمې د ښېرازۍ سبب ګرځي او کولای شي دلته ښه تفریح ځایونه هم جوړ شي.»

د پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته په ۲۰ کیلومترۍ په کرخ ولسوالۍ کې پروت دی. د دغه بند چارې نږدې دوه کاله مخکې په هېواد کې له تحولاتو وروسته په ټپه ودریدې.

ویل کېږي، د تېرو دوو کلونو د سېلابونو له امله د دغه بند ځینې برخې ویجاړې شوي او بیا رغونې ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه