Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ملخانو یرغل او سېلابونو د کرنې برخې ته ستر زیان اړولی

د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، چې په روان لمریز کال کې کروندګرو ته جدي زیانونه اوښتې دي.

د دې خونې مسوولان زیاتوي، چې په شمال کې د ملخانو یرغل او په ځينو سیمو کې سېلابونو د هېواد د کرنې برخه زیانمنه کړې ده.
          
د کرنې او مالدارۍ خونې سرپرست میرویس حاجي زاده وايي:«موږ د ملخ په نوم د یوه بل آفت شاهد هم یوو چې د هېواد په شمال کې زموږ د بزګرو څه باندې زر جریبه ځمکه یې له منځه وړې ده. که چېرې د دې مخه ونه نیول شي، زموږ له بزګرو سره مرسته ونه شي، زموږ بزګر زیانمن کېږي. زموږ د بزګر کمزوري کېدل زموږ د ملت کمزوري کېدل دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په کاپیسا، میدان وردګو، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، خوست، دایکندي او ننګرهار ولایتونو کې وروستیو سېلابونو پر ځاني تلفاتو سربېره، مالي زیانونه هم اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چاروکې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي وویل:«په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو او بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی. چې ۴۲ تنه یې وژلي او ۴۵ تنه ټپیان شوي، ۳۴۱ کورونه ویجاړ شوي او کابو ۱۹۵۷۳ جریبه زراعتي ځمکه له منځه تللې ده.»
     
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر هم په دې هکله وايي:«ځمکه او د کاري ځواک د یوه هېواد د اقتصاد بسټیز فکټورونه دي، چې سېلابونه د ناوړه طبیعي عواملو په توګه کولای شي چې د هېواد پر اقتصاد په خپله کچه منفي او ناوړه پایلې ولري.»

بل خوا، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت شمېرې ښيي، چې په وروستۍ یوې میاشت کې د سېلابونو د راتلو له امله ۳۴۱ کورونه وران شوي، نږدې ۲۰ زره جریبه ځمکه خرابه شوې اوڅه باندې ۱۳ زره څاروي له منځه تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه