Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سړو خونو او تولیدي کارخونو په جوړولو کې د کرنې وزارت هڅې

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه د هېواد په ټولو زونونو کې سړې خونې او معیاري تولیدي کارخونې جوړوي.

د دغه وزارت تخنیکي مرستیال پروان ولایت ته په سفر کې زیاتوي، د دغو سړو خونو د جوړېدو لپاره یې یوه کړنچاره چمتو کړې چې پلي کېدو سره به یې په راتلونکي کې په‌دې برخو کې د کروندګرو ستونزې حل شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي مرستیال صدراعظم عثماني وايي: «زموږ هڅه په ټولو زونونو کې په بنیادي ډول ده. طرحې هم جوړې شوي او امیرالمومنین صاحب ته هم استول شوي، زموږ هیله ده چې هغه تصویب شي او کار پرې وکړو.»

د پروان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد رحیم نعماني زیاتوي: «د سړو خونو او مجهزو مارکېټونو کموالی دی، خپل اړوند وزارت او نورو موسسو ته مو وړاندیزونه کړي دي او هیله ده چې هغوی به زموږ وړاندیزونه ومني.»

د ښاغلي عثماني په خبره، د دغو سړوخونو د جوړولو کړنچاره د تایید لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوې ده.

بل‌خوا یو شمېر کروندګر او بڼوال هم د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره په‌خپلو سیمو کې د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه لري.

کروندګر حمیدالله وايي: «زموږ رومیان چې راووځي، سړې خونې نه‌لرو چې هلته یې وساتو، موږ نن خپل یو من رومیان په دېرش افغانۍ پلورو، خو یو چارک یې بیا سل افغانۍ اخلو.»

یو بل کروندګر قنداغا زیاتوي: «د سړو خونو ستونزې لرو، له اسلامي امارته غواړو چې له بزګرانو سره مرسته وکړي.»

له دې سره سم، په پروان کې د کرنیزو تولیدي کارخونو یو شمېر مسوولان وایي، د تېر نظام له پرځېدو وروسته یې د کارخونو فعالیت په ټپه درېدلی او د بیا فعالېدو لپاره یې د سرپرست حکومت ملاتړ ته اړتیا لری.

په پروان کې د یوې کرنیزې تولیدي کارخونې مسوول محب‌الله رحماني وايي: «زموږ د روب شرکت وړتیا په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ ټنو ته رسېده، خو د اوس لپاره بند دی.»

په پروان کې د یوې بلې کرنیزې تولیدي کارخونې مسوول عبدالقهار رباطي زیاتوي: «له کروندګرو سره چې اصلاح شوي تخمونه دي، هغه موږ ترې پېرو، هم کروندګر او هم موږ ترې ګټه اخلو، خو کله چې پانګه بنده شوه، خو اوس ډېره ستونزمنه ده چې اصلاح شوي تخمونه وپېرو.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو موسم رارسېدلی، خو د کروندګرو او کارخونه لرونکو په وینا، د معیاري سړوخونو نه‌شتون، د دوی پر وړاندې جدي ستونزه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه