Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د لسو ولایتونو د متشبثو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړېدل

په هرات کې د لسو ولایتونو د متشبثو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

د بازار موندنې او له کورنیو تولیداتو څخه د ګټنې په موخه د ښځو او نجونو لاسي صنایعو دغه تولیدات په ۹۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

متشبثه فرشته اسحاقزۍ وايي: «د دا ډول نندارتونونو په جوړولو خوښ یوو، ځکه چې له دې سره ښځې وده کوي او هڅول کېږي او ټولنې ته یو ډول خدمت هم دی.»

په همدې حال کې یو شمېر متشبثې ښځې له حکومته د دوی د کاروبار د ملاتړ او له هېواده بهر ته د دوی د تولیداتو د صادراتو د زمینې د برابرولو غوښتنه کوي.

متشبثه صادقه صادق‌یار وايي: «خلک ښه اقتصادي وضعیت نه‌لري، څوک چې راځي، پېر وکړي او هغه هم د خوړو او پوښاک په برخه کې ډېر هڅول کېږي.»

د هرات، کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، فراه، بادغیس، نیمروز، غزني او کاپیسا ولایتونو ښځو او نجونو، د بازارموندنې او له کورنیو تولیداتو د استفادې لپاره د خلکو د هڅونې په موخه، په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.

له دې سره هم‌مهاله، په یو بل نندارتون کې، په ۴۲ غرفو کې د هېواد د لسو ولایتونو د صنعتي کارخونو تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دی.

متشبث فرید احمد نادري وايي: «په ټولو خلکو کې باید د کورنیو تولیداتو کلتور دود شي.»

متشبث نجیب الله مقصودي زیاتوي: «دا د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره یو ستر او ښه کار دی.»

بل‌خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان بیا په هېواد کې د ښځو او نجونو له سوداګریزو فعالیتونو د سرپرست حکومت د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فکري ملکیتونو او مرکزي ثبت رییس محمد زبیر دین‌پرور وايي: «د ورته توکو تعرفې موږ تل لوړې کړي، ځکه دغه ډول توکي څوک هېواد ته را و نه لېږدوي او له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړي.»

د تېر څه باندې یو کال پر مهال په هېواد کې د ښځو او نجونو کار و بار بیا غوړ شوی او یو شمېر سوداګرو مېرمنو، د کارخونو او کوچنیو شرکتونو جوړولو سره، سلګونو ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه