Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ښځو له لوري د انځور ګرۍ نندارتون جوړ شو

په کابل کې د یو شمېر ښځو له‌خوا د «حاشیه هنري ډلې» په نوم د انځورګرۍ یو نندارتون جوړ شو.

د دې نندارتون مسوولان وايي، د یاد نندارتون له جوړېدو يې موخه د ښځو د هنري اثارو نندارې ته ايښودل او د ښځو د حقونو په اړه د ټولنې د پوهاوي د کچې لوړول دي.

د حاشیه هنري ډلې مسوول سید عنایت الله ندرد وايي: «د دې نندارتون جوړېدل په دې مانا دي چې په ټولنه کې د ښځو طبقه هېڅ‌کله کمزورې نه‌ده او نه به هم وي او په ډېره ښه طریقه کولای شي خپل کارونه نندارې ته وړاندې کړي او نړۍ ته خپل پیغام ورسوي.»

په دې نندارتون کې، یو شمېر ښځو د خپلو هنري اثارو له لارې د افغان ښځو شتونزې انځور کړې دي.

د نندراتون د هنري برخې مشره مهناز وايي: «یو شمېر نجونې یو ځای شوي یوو او د هنر له لارې مو یو ډول اعتراض مو کړی دی.»

یو شمېر انځورګرې ښځې له اسلامي امارته غواړي چې له ښځو ملاتړ وکړي او د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

انځورګره اسما وايي: «له اسلامي امارته زموږ یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې ښوونځي پرانیزي، ځکه نږدې یو کال شو چې موږ له زده‌کړو بې‌برخې یوو او سږ کال هېڅ نجلۍ له ښوونځي نه‌ده فارغه شوې.»

یو شمېر انځورګرې ښځې په‌دې باور دی چې د دا ډول نندارتونونو جوړول ښايي د مېرمنو د ستونزو د حل لپاره لارې چارې پیدا کړي او له دې لارې خپلو اساسي حقونو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه