Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د جامع جومات د مرمت کارۍ د کار پیل

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت د لوی جامع جومات د مرمت او د کاشیانو د ټینګولو کار یې له اوو لسیزو وروسته پیل کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د دغه لرغوني جومات ټول سنتي کاشيان مرمت او نوي شي.

د دغه جومات ډېری کاشیان چې د افغانستان د زاړه تاریخ او تمدن څرګندونکی دی، په وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو له امله زیان لیدلی دی.

د دغه تاریخي او لرغوني جامع جومات په دیوالونو کې کار شوې کاشي په خورا ظرافت او مهارت سره لګول شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لرغونو آبداتو د ساتنې او پالنې آمر زلمی صفا وايي:«اویا کاله مخکې داسې نه و، چې ټول یې ټینګ کړل شي یوازې هغه ځایونه چې لوېدل بېرته رغول کېدل، خو اوس د هغه ټول، د مرمت تر بهیر لاندې دی.»      

د هرات لوی جامع جومات د کاشیانو د ترمیم او ټینګولو چارې د لرغونو او تاریخي آبداتو د انجینرانو له لوري پر مخ وړل کېږي. ټوله هڅه دا ده چې د دغه تاریخي جومات اصالت او ښکلا پر خپل ځای پاتې شي.

د لرغونو آبداتو انجینر عزیز احمد رسولي څرګندوي:«کاشي په خپل ځای دی، خو شا یې ازاده شوې، موږ هغه په هماغه ځانګړو موادو چې اړین دي او مقاومت لري تزریق کاري کوو.»

د هرات جامع جومات په دېوالونو کې کار شوي کاشیان، د دغه جومات د کاشیانو په کارخونه کې په لاس جوړېږي.

 د کلتوري چارو کارپوه صدیق میر وايي:«هغه کاشي کاري چې تاسې یې اوس اوینئ د عبدالعلي ملکیار له وخته دي او له هغې یوه پېړۍ تېرېږي او دا کاشیان د ښکلا له امله او همدارنګه د مقاومت په دلیل د هرات په جامع جومات کې کارول شوي دي.»

د هرات لوی جامع جومات شاوخوا ۸۰۰ کاله تاریخي مخینه لري. دا تاریخي او لرغونی جومات د اسلامي نړۍ یو له سترو جوماتونو شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه