Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د امیر علي‌شیرنوايي او ظهیرالدین محمد بابر کلیزې ونمانځل شوې

یو شمېر استادانو او فرهنګپالو په کابل کې د امیر علي شیر نوايي د زوکړې ۵۸۲مه او د ظهیرالدین محمد بابر د زوکړې ۵۴۰مه کلیزه ونمانځله.

د دې غونډې جوړوونکو، د دغو دوو تاریخي شخصیتونو کارکړنې او حکومتولي د افغانستان او سیمې هېوادونو لپاره یوه بېلګه وبلله.

په‌دې غونډه کې ویناوالو د تیموریانو او بابریانو د حکومتولیو پر بېلابېلو اړخونو هم خبرې وکړې.

د اوزګریش فرهنګي بنسټ رییس نقیب‌الله عبید وايي: «د دې دوو سترو شخصیتونو په وخت کې په افغانستان او سیمه کې لسګونه کاروان سرا، بڼوڼه، ښوونځي او مدرسې جوړې شوي.»

خبریال محمد حسن تولقین زیاتوي: «له نننۍ نمانځنې یوه موخه د امیر علي‌شیر نوايي او ظهیرالدین محمد بابر له افکارو او نظریو څخه د ځوانانو او نوي نسل پوهول وو.»

په‌دې غونډه کې په کابل کې د ازبېکستان سفیر راتلونکو نسلونو ته د علي‌شیر نوايي او ظهیرالدین محمد بابر د افکارو او همداراز په علم او کلتور برخو کې د فعالیتونو لېږدول د لیکوالو مسوولیت وباله.

نوموړي همداراز په ډاګه کړه چې دمګړۍ په ازبېکستان کې شاوخوا ۱۵۰ افغان زده‌کړیالان په بېلابېلو برخو کې پر زده کړو بوخت دي.

په کابل کې د ازبکستان سفیر یادگار خواجه شادمان اوف وايي: «همدا اوس په ازبېکستان کې زده کړو ته لېواله افغان ځوانان زده کړې کوي. هغوی د لېسانس، ماسترۍ او دوکتورا په څانګو کې درسونه وايي. همدا اوس په ترمز ښار کې ۱۲۵ افغان ځوانان د ازبیکي ژبې د ادبیاتو په څانګه کې په څلورم ټولګي کې دي.»

علي‌شیر نوايي او ظهیرالدین محمد بابر دوه داسې تاریخي څېرې بلل کېږي چې له حکومتولیو سربېره په علمي، کلتوري او ادبي برخو کې هم ډېر کار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه