Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ورېښمو د اوبدلو پیکه بازار

هرات کې د ورېښمو اوبدل د تېر پرتله کم رنګه او تت شوي او ورېښمینو ټوټو خپل پېرودونکي له لاسه ورکړي دي.

د اوبدونکو په وینا، له ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته وارداتي ټوټې، د کورنیو ورېښمینو ټوټو لکه ژمنیو پوټوګانو او دستمالونو ځای نیولی دی.
 
محمد ناصر موسوي د هرات ښار له پخوانیو ورېښم اوبدونکو څخه دی. دی وايي چې د هرات له لرغونو او ارزښتمنو هنرونو بولي او په پاېښت یې ټینګار کوي.

محمد ناصر موسوي طلوع نیوز ته وايي:«نسل په نسل اړ یوو چې دغه کار ته دوام ورکړو. دا هنر دی. دا هنر ارثي دی. خپل عمر مو همدې ته ځانګړی کړی. اړ یوو. چې زموږ یو دوه درې ماشومان باید دغو کارونو ته دوام ورکړي.»

مرتضی له یوولسو کلونو راهیسي دلته د ورېښمو اوبدلو ماشین سره کار کوي. دی وایي چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې په هیواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د ورېښمو د تولیداتو بازار پيکه شوی دی.

مرتضی وویل:«په هره اندازه چې مخته ځي د دې پر ځای چې ښه شي، په بشپړه توګه خرابېږي. وینئ، ټول خلک، زموږ ډېر ملګري، هغه کسان چې پېرودونکي وو یا ایران او یا هم پاکستان ته تللي دي.»

۸۵کلن برات علي هم پخوانی ورېشم اوبدونکی دی چې اوس تقاعد شوی دی.هغه د خپل عمر په څه باندې ۶۰ کلونو کې د ورېښمو اوبدنه کړې ده.

برات علي وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې په هرات کې د ورېښم اوبدلو صنعت خورا ښه بازار درلود.

برات علي طلوع نیوز ته وویل:«ښځې هم کار کاوه کوچني ماشوم هم کار کاوه. له همدغه کسبه ۵۰۰، ۶۰۰ تنو روزي خوړله، دا دول نه وو چې دا خلک ونه خوري، کار ډېر وو هېڅ کس دې بې کاره نه پیدا کوه.»

محمد انور د هرات د ورېښمو اوبدلو په بازار کې، د ورېښمو ټوټې پلوري. دی وایي چې له یوې خوا په ټولنه کې اقتصادي ستونزې او له بلې خوا له ګاونډېو هیوادونو د بې کیفیته توکو وارداتو له امله د کورنیو ورېښمو ټوټو د پلور بازار له غوړېدا پاتی دی.

محمد انور په دې هکله څرګنده کړه:«فعلاً بازارونه پاکستان او چین دي. پاکستان دغه جنس په ۸۰۰ افغانۍ ورکوي، موږ دا پټو جوړوو، موږ ته دوه زره او یا هم ۲۳۰۰ افغانۍ لوېږي، راځي بیه کوي یې او نه یې اخلي.»

د ورېښم اوبدلو بازار د هرات د زوړ ښار په یو لرغوني ځای کې پروت دی. د ورېښم اوبدنې له لسګونو ماشینونو، اوس په دغه بازار کې یوازې څلور ماشینونه فعاله دي. ورېښم اوبدل د هرات له لرغونو هنرونو څخه دی چې څو پېړۍ مخینه لري.

هرات کې د ورېښمو د اوبدلو پیکه بازار

د ورېښم اوبدلو بازار د هرات د زوړ ښار په یو لرغوني ځای کې پروت دی. د ورېښم اوبدنې له لسګونو ماشینونو، اوس په دغه بازار کې یوازې څلور ماشینونه فعاله دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه