د افغانستان بانک وايي، د صرافي اتومات «اېټياېم» ماشینونه بېرته فعال شوي او هېوادوال کولای شي له دې ماشینونو په ګټنې له خپلو حسابونو پیسې تر لاسه کړي.
د افغانستان بانک ویاند ټینګار کوي چې د دې ماشینونو په فعالېدو سره، په بانکي نظام کې ګڼ شمېر اسانتیاوې رامنځته کېږي.
د افغانستان بانک ویاند زیاتوي، هڅه کوي چې هېوادوالو ته لا ډېر بانکي اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وايي: «د افغانستان بانک د بانکي وضعیت د نورمال کېدو په موخه په جدي ډول هڅه کوي او د صرافي اتومات ماشینونو فعالول یو زېری دی چې په دې برخه کې نورې هڅې هم روانې دي.»
ورته مهال د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي د صرافي اتومات ماشینونو د فعالیتونو له پیلېدو هر کلی کوي او وايي، د «اېټياېم» ماشینونو د فعالیتونو پیلېدل له بانکونو د پیسو اخیستلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د مصور وهاب په نوم د کابل ښار اوسېدونکي وايي: «د اېټياېم په خلاصېدو ډېر خوښم یم، ځکه له بانک څخه د پیسو ویستلو په برخه کې ستونزې ډېرې دي.»
د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته له بانکونو د پیسو ویسل له ستونزو سره مخ شوي دي او ډېری هېوادوال له بېلابېلو ولایتونو څخه د پیسو اخیستلو لپاره پلازمېنې کابل ته راتلل.
په دې اړه مو اندونه