Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هوايي دهلېزونو له لارې د الوتنو کموالي د صادراتو بهیر ټکنی کړی

هوايي دهلیزونه چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد یو له غوره لارو ګڼل کېږي؛ په وروستیو کې یې پروازونه کم شوي او دې چارې د صادراتو په برخه کې یو لړ ننګونې راټوکولي چې ورسره هم‌مهاله دا بهیر هم ټکنی شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، اوس یوازې چین ته د هوايي دهلیزونو له لارې الوتنې کېږي.

ورته مهال، یو شمېر سوداګر له حکومته غواړي چې د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې ورته زمینه برابره کړي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د سوداګرۍ مرستیال خیرالدین مایل وايي: «د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې تل هڅه کړې چې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي، خو تر دې دمه څه هیلې نه‌شته.»

تر دې مخکې د هوايي دهلیزونو الوتنې له کابل، کندهار، بلخ او هرات هوايي ډګرونو تر سره کېدې او دې چارې بهر ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر اسانه کړی و.

د زلمي عظیمي په نوم یو سوداګر په دې اړه وايي: «په تېر حکومت کې هوايي دهلېز فعال و او له دې لارې ډېری توکي لېږدول شوي. هغه وخت سب‌سایډي هم وه.»

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وايي، دمګړۍ یوازې چین ته هوايي دهلیز فعال دی چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي له همدې لارې دې هېواد ته لېږدول شوي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو پنځوو کلونو کې د ۱۸۰۰ پروازونو له لارې د ۶۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي هند، متحده عربي اماراتو، چین، روسیې او د بریټانیې، فرانسې او جرمني په ګډون ځینو نورو اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وايي، دمګړۍ یوازې چین ته هوايي دهلیز فعال دی او تر دې مهاله شاوخوا ۱۵۰۰ ټُنه جلغوزي له همدې لارې چین ته لېږل شوي دي.

تصویر بندانگشتی

هوايي دهلیزونه چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد یو له غوره لارو ګڼل کېږي؛ په وروستیو کې یې پروازونه کم شوي او دې چارې د صادراتو په برخه کې یو لړ ننګونې راټوکولي چې ورسره هم‌مهاله دا بهیر هم ټکنی شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، اوس یوازې چین ته د هوايي دهلیزونو له لارې الوتنې کېږي.

ورته مهال، یو شمېر سوداګر له حکومته غواړي چې د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې ورته زمینه برابره کړي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د سوداګرۍ مرستیال خیرالدین مایل وايي: «د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې تل هڅه کړې چې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي، خو تر دې دمه څه هیلې نه‌شته.»

تر دې مخکې د هوايي دهلیزونو الوتنې له کابل، کندهار، بلخ او هرات هوايي ډګرونو تر سره کېدې او دې چارې بهر ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر اسانه کړی و.

د زلمي عظیمي په نوم یو سوداګر په دې اړه وايي: «په تېر حکومت کې هوايي دهلېز فعال و او له دې لارې ډېری توکي لېږدول شوي. هغه وخت سب‌سایډي هم وه.»

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وايي، دمګړۍ یوازې چین ته هوايي دهلیز فعال دی چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي له همدې لارې دې هېواد ته لېږدول شوي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو پنځوو کلونو کې د ۱۸۰۰ پروازونو له لارې د ۶۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي هند، متحده عربي اماراتو، چین، روسیې او د بریټانیې، فرانسې او جرمني په ګډون ځینو نورو اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه