Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د سترو هوايي شرکتونو د الوتنو نه پیلېدل

د هېواد د هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدمتونو له تړونه له دوه میاشتو تېرېدو وروسته، تر اوسه هېڅ هوایي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې نه دي پیل کړي.

د ټراسپورټ او هوایي چلن وزارت د ځمکنیو خدمتونو او هوایي چلن د امنیت تړون د متحده عربي اماراتو له «ګاک» شرکت سره لاسلیک کړی دی، خو تر اوسه د اماراتي شرکتونو په ګډون هېڅ یوه هوایي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې نه دي پېل کړي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت وایي، چې د هوایي چلن د لویو شرکتونو د الوتنو د نه پېلېدو یو لامل د مسافرو کموالی دی.
 
د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«درېیم تړون هم خپل رول لري او ان شاالله ډېر ژر به لاسلیک شي؛ له بېلابېلو شرکتونو سره خبرې شوي دي او ایرایندیا او اسپایس جېټ به هم ډېر ژر خپلې الوتنې پيل کړي.»

د دغه وزارت ویاند وایيړچې د هېواد د هوایي حریم د سپارلو په موخه له معتبرو نړۍوالو شرکتونو سره خبرې روانې دي چې په دغه تړون سره به لوی شرکتونه کابل ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړي.
 
ښاغلي احمدي وویل:«زموږ د معلوماتو پر بنسټ فلای دوبی او امارات به په نږدې ورځو کې خپلې الوتنې افغانستان ته پيل کړي.»

له پاکستان او ایران پرته تر اوسه نورو هېوادونو افغانانو ته د وېزې ورکړه نه ده پېل کړې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،چې په دې وروستیو کې چین سوداګرو ته د وېزې د ورکړې بهیر پېل کړی دی،چې په دې سره به د مسافرو شمېر زیات شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود وايي:«تر هغې چې سیاسي تعاملات سم نه شي هېڅ بهرنی تړون نه شي کولای چې په افغانستان کې تطبیق شي، ځکه دغه شرکتونه زموږ د ګټو پرتله خپلې ملي ګټې ډېرې په پام کې نیسي.»

اوس مهال پر کورنیو شرکتونو سربېره، د پاکستان پي آی اې شرکت، د ایران د ماهان او تابان شرکتونه او یو قطری شرکت کابل ته د تګ او راتګ الوتنې کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه