Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالغني برادر: هېوادوال دې د بې‌وزلۍ پر وړاندې زغم ولري

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په هېواد کې بې‌وزلي مني، خو په ورته وخت کې له هېوادوالو غواړي چې د بې‌وزلۍ پر وړاندې زغم ولري.

ملا عبدالغني برادر د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې د ملي او نړیوالو پانګونو د جذب او هڅونې په کنفرانس کې وویل، د اقتصادي ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي چې په وینا یې، پانګوال او سوداګر د بې وزلۍ د راکمولو یو له حل لارو څخه دي.

د هغه په باور، اسلامي امارت د سوداګرو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې، څو هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: «په بعضو-بعضو ځایونو کې د نیستۍ څخه خبره کېږي چې په دې ولایت کې یا نیستي ده، یقیناً نیستي ده، غربت دی، مسکنت دی،  فقر دی، موږ له خپلو وطن‌والو څخه د صبر او استقامت غوښتنه کوو.»

له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزارت وایي، دا وزارت د اوبو د مدیریت او انرژۍ د تولید په برخو کې یو لړ پروګرامونه لري.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي: «زموږ سټراټیژیکې موخې د اوبو او انرژي په سکټورونو کې د مېلیارډو ډالرو په ارزښت د ۱۱۰ بندونو ودانول دي چې په دې سره په مېلیونونو جریبه ځمکه خړوبه په مېلیارډو مټر مکعبه اوبه زېرمه او په زرو مېګاواټه برښنا تولید شي.»

له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت داسې طرحه برابره کړې چې له مخې یې ۱۷۰۰ میګاواټه برښنا به له ډبرو سکرو تولید شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: «اقتصادي کمېسیون ته مو د ۱۷۰۰ مېګاواټو طرحه وړاندې کړې او بیان کړې ده. وزیر صاحب ته هم مالومه ده، له زغانو نه د برق جوړولو لپاره ۳۰ کلونو یا ۶۰ کلو لپاره ورسره موږ د ۱۷۰۰ مېګاواټو برښنا لپاره ورسره امضاء کوو.»

اخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، خصوصي څانګه چمتو شوې، څو د انرژۍ د تولید په برخه کې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «افغانستان د دې توانايي لري چې ۷۰ زره مېګاواټه برښنا تولید کړي. د ۷۰ زره مېګاواټه برښنا تولید تر ډېره برید د اوبو له لارې دی چې الحمد لله موږ ډېرې سرچینې لرو.»

د دې ناستې په څنډه کې د کانونو او پټرولیم او د اوبو او برېښنا وزارتونو له ګازو د انرژۍ د تولید په برخه کې له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه