Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر یوه کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه

د اسلامي امارت د واکمنېدو له یو کلن کېدو سره د هېواد اقتصادي سکټور هم له بدلونونو سره مخ و.

د بانکي فعالیتونو ځنډول او د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل په دې موده کې نور مهم اقتصادي مسایل وو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمه د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د لا خرابېدو پیلامه شوه.

له دې سره جوخت د افغانستان شاوخوا ۳۵۰ زره کسیز وسله وال ځواک هم بې‎کاره شو.

د تېر حکومت یو زیات شمېر نظاميان او ملکیان چې د دولت په لوړو او ټيټو پوستونو کې یې کار کړی و؛ اوس د سړک پر سر د توکو پلورلو او یا هم موټر چلولو ته یې مخه کړې ده.

په دې منځ کې ښځو د نور پرتله ډېره قرباني ورکړه او په دولتي بنسټونو کې له کار کولو منع شوې.

د ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۹مه ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان بې‎ کاره شوي او ورسره په دغه هېواد کې څه باندې ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې راغلي دي.

د بانکي چارو کارپوه شکیب میر وايي:«په تېر یوه کال کې د افغانستان اقتصاد له بده مرغه د ډېرو منفي بدلونونو او تحولاتو شاهد وو. د افغانستان کورنی ناخالص تولید د پام وړ کم شو او کابو د افغانستان ټولې اقتصادي برخې زیانمنې شوې.»

د تېر کال د اګست پر ۱۴مه د شنبې په ورځ کله چې طالبان د کابل دروازو ته د نږدې کېدو په حال کې وو؛ د افغانستان د بانکي سیستم د فلج کېدو بهیر پیل شو. خلک په بانکونو کې د خپلو پیسو د راایستو لپاره د بانکونو استازولیو ته ورغلل.

د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته د افغانستان بانک پر خصوصي بانکونو او له هغو د پیسو د ایستنې پر بهیر محدودیتونه وضعه کړل.

د نړۍوال بانک لوړپوړی اقتصاد پوه  ټوبیاس هاګ وویل:«په اقتصادي برخه کې تر ټولو لوی بدلون، د پیسو د جریان د نشتوالي، د بهرنیو اسعارو تبادلاتو ته نه لاسرسی او له ټولو مهم په مالي سکتور کې لوی ناورین او له نړۍوالو بانکونو سره د اړیکو د ترینګلي کېدو له امله رامنځته شوی دی.»

د افغانستان بانک په تېر یوه کال کې پر دې بریالی نه شو چې، نوې افغانۍ چاپ او بازار ته وړاندې کړي.

خو تر دې مخکې هر کال لږ تر لږه ۳نیم مېلیارد افغانۍ چاپ او بازار ته وړاندې کېدې.

د فرانسې "او، بي" شرکت چې د افغانیو د چاپولو تړون یې درلود، د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته یې آن چاپ کړې افغانۍ هم د افغانستان بانک ته ورنه کړې.

د بانکوالۍ او مالي چارو کارپوه سیر قریشي څرګنده کړه:«له بده مرغه په تېر یوه کال کې د افغانستان خصوصي بانکونو ښه وضعیت نه درلود؛ په ځانګړې توګه د پیسو د لېږد په برخه کې، ډېر محدودیتونه پرې ولګېدل چې مخکې یې هم په افغانستان کې د بانکونو ترمنځ اړیکې له ننګونو ډکې وې.»

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، پر افغانستان ټولې نړۍوالې مرستې بندې شوې او د امریکا مالیې وزارت د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې. 

د مالیه وزارت وایي، کله چې اسلامي امارت کابل ته راغی، له محدودې خزانې سره مخ شو.
   
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«کله چې موږ راغلو په خزانه کې ډېرې کمې پیسې وې او بهرنۍ مرستې هم په بشپړه توګه پرې شوې وې، په لومړیو شپو کې ننګونې رامنځته شوې؛ ستونزې وې خو کرار کرار مو بېرته عایداتي سرچینې بېرته فعاله کړې.»

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه، په افغانستان کې د سلګونه بنسټيزو پروژو کارونه ودرول شول او د ولسي تړون پروګرام چې د بې وزلۍ د راکمولو او د کارموندنې لپاره تر ټولو لوی پروګرام ګڼل کېده، وځنډېد.

یوازې نړۍوال بانک په هېواد کې د اولسو لویو پروژو کار چې اولس مېلیارده افغانۍ یې لګښت درلود، ودراوه.

او د افغانستان د بیارغاونې د مرستې صندوق د نږدې یو نیم مېلیارد راټولو کړو ډالرو یوه برخه، په پراختیايي پروژو د لګولو پرځای مرستندویو ادارو ته ورکړه.

په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د ځينو بنسټيزو پروژو کار هم پېل شو. د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په څوارلسمه په بلخ کې د قوش تېپې کانال د جوړېدو کار چې درې نیم مېلیونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي، د ملا عبدالغني برادر له لوري په رسمي توګه پېل شو.

په همدې ډول په روانه لمریزه میاشت کې د کجکي بند دویمه برخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د دغه بند د برېښنا ظرفیت له ۵۰ میګاواټو - ۱۵۰ میګاواټو ته زیات شو.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«د دغه کانال له پرانیستو سره، کرنیز محصولات په ځانګړې توګه د غله جاتو په برخه کې ځان بسیانې ته به ورسېږو او نورو هېوادونو ته د لاس اوږدولو ته اړتیا نشته چې مرسته وکړي؛ یو هېواد له مرستو سره پرمختګ نه شي کولای.»

په تېر یوه کال کې افغانیو هم لوړې او ژورې تجربه کړې او یو ډالر تر یو سلو دېرشو افغانیو هم ورسېد او وروسته د یو ډالر ارزښت له سلو افغانیو راټيټ شو.

د افغانیو د ارزښت کمېدو او د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړې په بازارونو کې د خوراکي توکو په تېره بیا د اوړو بیه دوه برابره کړه.

د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اپرېل په څوارلسمه، نړۍوال بانک اعلان وکړ، چې د اقتصادي ناورین له امله به د افغانستان ناخالص کورني تولیدات د روان زیږدیز کال تر پایه ۳۰ سلنه کم شي، چې دغه کار به د سختې بې وزلۍ، کډوالۍ او د افراط پالنې د ګواښونو د رامنځته کېدو لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه