Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو سېلابونو د هېواد کرنې سکټور ته درانه زیانونه اړولي

وروستیو پر له په‌سې سېلابونو د هېواد په ډېری ولایتونو کې کرنیزې ځمکې زیانمنې کړي چې ورسره د کرنې سکټور ته سخت رسېدلی دی.

یو شمېر کروندګر وايي، وروستیو سېلابونو د دوی کرنیز محصولات کم کړي چې دوی یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

یو کروندګر عبدالرشید وايي: «د نورو کلونو پرتله ډېر زیات متضرر شوي یوو، حاصلات مو و نه شول اخیستلای، زموږ ځمکې یې یوړې، د نورو کلونو پرتله مو وضعیت ډېر خراب دی.»

دغه کروندګر له دولته غواړي چې ورسره مرسته وکړي.

له بل لوري، د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو افغان ولس او په ځانګړې توګه کروندګر سخت زیانمن کړي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس الوی فیلیون وايي: «موږ باید د طبیعي پېښو او په ځانګړې توګه د زلزلو او سېلابونو پر وړاندې له بنسټونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړو او په‌دې ځای کې موږ د افغانستان د سرې میاشتې له ټولنې سره نږدې همکاري لرو؛ څو د زیانمنو لاسنیوی وکړي.»

ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونې د مالوماتو له مخې، په بېلابیلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي‌زاده وايي: «د بزګرانو فصلونه په پاخه شوي وو او زیانمن شول، اوسني حکومت ته زموږ وړاندیز دا دی چې باید سروې وکړي او له بزګرانو سره مرسته وشي، څو بزګران راتلونکي کال ته د کښت لپاره چمتوالی ونیسي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په‌ وروستیو سېلابونو کې ډېری کانالونه او کاریزونه لمنځه تللي او ښايي کروندګر په راتلونکو کلونو کې له ستونزو سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه