Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت له تهران سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران د سفیر له مرستیال سره په کتنه کې د کابل او تهران تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي په‌دې لېدنه کې د سوداګرۍ پر اسانتیاوو ټینګار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، په راروان ژمي کې اړتیا ده چې له ایرانه ډير توکي راوارد کړای شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: «د دې وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه ډېره شي او سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې غوښتونکی شو.»

د ایران د سفیر مرستیال ډاډ ورکوي چې هېواد به یې له افغانستان سره د کارموندنې او ځان‌بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي وايي: «د دې په هیله لرو چې ځانګړې څانګه، په تېره پر ځان بسیاینې او کارموندنې په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړو او په افغانستان کې د اقتصاد او سوداګرۍ څانګه فعاله کړو او فرصت له لاسه ور نه‌کړو.»

بل خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه څه باندې درې سوو پنځوس میلیون ډالرو ته رسیدلې چې د افغانستان ونډه په‌کې لږ ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «ایران ته مو د پنځه مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي او د ۳۵۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت واردات مو درلودل.»

بل پلو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د سیمې له هېوادونو په تېره بیا ایران سره د سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره اړتیا ده، چې بانکي ستونزې لېرې شي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند زیاتوي: «له ټولو بانکونو مو غوښتنه ده چې له ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادونو سره مو راکړه ورکړه وشي او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ اړیکو په برخه کې زموږ همکاري کړي.»

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل وايي: «زموږ د بانکونو غیر فعاله کېدل یوازېنۍ ستونزه ده چې زموږ د لېږد-رالېږد په برخه کې یې ستونزې راپورته کړي.»

افغانستان تر ډيره ایران ته وچه مېوه او مالوچ صادروي، خو تېل او ګاز، خوراکي توکي، او بریښنا افغانستان ته د ایران تر ټولو مهم صادراتي توکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه