Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له یوه شرکت سره د حیرتان-مزار د وسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې تړون لاسلیک شو

 د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او د فاتح شرکت تر منځ د دوشنبې په ورځ د هرات–مزار د اورګاډي پټلۍ د ساتنې او څارنې تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ مشر وايي، د دې تړون پر بنسټ به قراردادي شرکت د حيرتان بندر په ګډون په دريو بندرونو کې خدمات وړاندې کړي.
د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست وایي، دغه تړون د څلور مېلیون ډالرو په لګښت دی چې د پخواني تړون پرتله یې د پام‌وړ کموالی موندلی دی.
تمه کیږي چې قراردادي شرکتونه د حیرتان- مزار شریف د وسپنې پټلۍ لپاره تخنیکي امکانات برابر کړي.
د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست بخت‌الرحمن شرافت وايي: «دې شرکت ته د یو کال ۴٫۱۸۷٫۸۳۲ ډالره ورکول کېږي، خو سوګ‌دیانا ټرانس شرکت ته مو د کال پنځلس مېلیونه ډالره ورکول. سوګ‌دیانا ټرانس شرکت چې موږ ته کوم خدمات انجامول، هغه یوازې ۲۲ کېلیو مټره کې یوازې په حیرتان کې انجامول. دغه شرکت به موږ ته ۱۰۶ کېلو مټره کې موږ ته خدمات انجاموي.»
د حیرتان- مزار د وسپنې پټلۍ د ساتنې او مراقبت تړون له یوه قزاقستاني شرکت سره شوی دی.
بل خوا، د قراردادي شرکت مرستیال وایي، د دغه تړون پربنسټ به، د وسپنې پټلۍ په برخه کې د کارکوونکو ظرفیت لوړوي.
د منصور فاتح شرکت مرستیال  بیسن بای مخانوف وايي: «موږ دا قرارداد د داوطلبۍ پروسې له لارې تر لاسه کړی دی او همداراز له یوه قزاقستاني شرکت سره مو شراکت کړی دی او هغوی په افغانستان کې د پرسونل د مسلکیتوب په برخه کې د سلا-مشورې په ډول له موږ سره کار کوي.»
افغانستان د حیرتان- آقینې او خواف- خرات د وسپنې پټلیو له لارې له ازبیکستان، ترکمنستان او ایران سره وصل دی او افغانستان له لارې  د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا تر منځ  د وسپنې د پټلۍ د غځولو هڅې روانې دي.

افغانستان د حیرتان- آقینې او خواف- خرات د وسپنې پټلیو له لارې له ازبیکستان، ترکمنستان او ایران سره وصل دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه