Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ټاپي پروژې سره د یوځای کېدو لپاره د روسیې لېوالتیا

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي مسکو لېواله دی چې په ټاپي پروژه کې حضور ولري. 

ښاغلي کابلوف په افغانستان کې د دغې پروژې د امنیت د تامین ضمانت له مهمو موضوعګانو ګڼي او وايي د دغې پروژې په عملي کېدو کې نور شرایط د اجرا وړ دي.

هغه د روسیې له ۲۴ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي:«د دغې پروژې شریکان ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند که وړاندیز وکړي؛ نو روسیه به هم په دې پروژه کې ګډون وکړي. د روسیې ولسمشر څو کاله مخکې هم له دغې پروسې سره د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی و او موږ د اسیا په اقتصادي برخه کې د همکارۍ لپاره لېواله یوو؛ خو د دغې پروژې په تړاو اصلي مطلب د افغانستان په خاوره کې امنیت دی او دغه پروژه کولی شي د افغانستان اقتصاد وغوړوي.»

له دې سره هم مهاله د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسلامي امارت د ټاپي پروژې غړو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې، دم‌ګړۍ افغانستان امن دی او د دغې پروژې او نورو ورته بنسټيزو پروژو د عملي کولو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل:«ټاپي پروژه زموږ د هېواد لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ده چې د هغې له پلي کولو سره به د سیاسي تعاملاتو او سیمه ییزو همکاریو سربېره، او د اړتیا وړ کازو د انرژۍ تامین او د هېواد د کازو د کانونو استخراج زمینې برابرېدل او د دغې پروژې د عملي کار او ګټې اخستې پر مهاله، څه باندې ۱۰ زره تنو ته په مستقیمه توګه کارموندنه او  په غیر مستقیمه توګه به زموږ هېوادوالو ته به زرګونه کارونه برابر کړي.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان وايي، ټاپي پروژې ته د نورو هېوادونو ورګډېدل د غړو هېوادونو په ګډون د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د آسیا پراختيايي بانک تفاهم او توافق ته اړتیا لري.

د ټاپي پروژه له ترکمنستانه پیل او د افغانستان او پاکستان له خاورې په تېرېدو سره هند ته رسېږي. په افغانستان کې د دغې پروژې په عملي کېدو سره زرګونه هېوادوالو ته له کار موندلو سربېره افغانستان به په کال کې څه باندې ۴۰۰ مېلیونه ډالره عاید هم ترلاسه کړي.

د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسلامي امارت د ټاپي پروژې غړو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې، دم‌ګړۍ افغانستان امن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه