Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک: افغانستان په ۹ میاشتو کې څه باندې یو مېلیارډ ډالره صادرات کړي

د نړیوال بانک تازه راپور ښيي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په ۹ میاشتو کې د افغانستان صادرات یو مېلیارډ او ۷ سوه مېلیونه ډالرو ته رسېږي چې ۶۵ سنله یې پاکستان ته دي.

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د خوراکي توکو او نفتي موادو بیې راټيټې شوي دي.

د نړیوالو بانک د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د نړۍوال بانک د راپور له مخې، په نفت کې تورم ۸ سلنه، په غنمو کې تورم ۵ اعشاریه ۱ سلنه، په بوره کې تورم ۲ اعشاریه ۷ سلنه، په غوړیو کې تورم ۲ اعشاریه ۲ سلنه او په وچه ډوډۍ کې تورم ۱ اعشاریه ۵ سلنه راکم شوی دی.»

د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: «په وروستیو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو ژمنې، له روسیې او مرکزي اسیا څخه د تېلو واردول او همداراز د نویو بانک‌نوټونو چاپول او خپرېدل، دا ټول موارد د دې باعث شوي چې پر بیو خپله مثبته اغېزه ولري.»

د نړۍوال بانک په راپور کې راغلي، د افغانستان صادرات د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر نوامبر میاشتې ۱ اعشاریه ۷ میلیونه ډالرو ته ورسېد؛ خو افغانستان بیا له ایران، پاکستان او چین څخه د څه کم ۳ مېلیارډ ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي راوارد کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هېواد د صادراتو په کچه کې ډېرښت او په وارداتو کې بیا کمښت راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «په تېره اداره کې په ۱۳۹۹ کال کې ۴۳۴ مېلیون ډالر و او د ۱۴۰۰ کال په لومړیو نهو میاشتو کې هم ۴۷۸ مېلیون ډالره صادرات و چې د صنعیت او سوداګرۍ وزارت په هلو ځلو سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو سره زموږ صادرات ډېر ښه و.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد ډېری سوداګریز توکي پاکستان ته صادرېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی وايي: «پاکستان ته زموږ اته مېلیونه ډالره صادرات شوي چې له څه باندې څلور سوه مېلیون ډالره یې کانونه دي چې په دې کې تالک، مرمر او د ډبرو سکاره دي.»

نړۍ وال بانک ویلي، افغانستان د ۲۰۲۲ کال له مارچ تر ډسمبر میاشتې پورې نږدې ۱۳۶ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې له نیمايي ډېر یې له ګمرکاتو ترلاسه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه