Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندهار کې د بهرنیو وزو او چرګانو د روزنې فارمونو ډېرېدل

په کندهار کې د یو شمېر فارمونو مسوولان وایي، په‌دې ولایت کې د هندۍ وزو او اسټرالیایي چرګانو د نسل ساتنه زیاته شوې او تولیدات یې هم خورا ښه دي.

ګلابي، مکي چیني او راجپوري د هندۍ وزو نسل دی چې له یوه کال راهیسي کندهار ته راوړل شوي او د مسوولانو په وینا د شېدو تر څنګ تر ۸۵ کیلو پورې غوښه هم کوي.

د فارم مسوول عتیق‌الله وايي: «دلته یې په شپږ سوه افغانۍ ورکووي، که چېرې داسې مشکلات شي، بیا یې په شپږ نیم سوه تر اووه سوه افغانۍ پورې د دې قیمتونه رسېږي.»

د فارم کارکوونکی محمد طاهر زیاتوي: «خلک یې په دې ډېر خوښوي چې ډېر ښه تولید دی، ښې ډېرې هګۍ کوي او وزې په‌دې خاطر راولي چې شیدې یې ډېرې دي او بچیان هم ډېر زېږوي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د همکارو موسسو په همکارۍ یې د چرګانو او وزو د ساتنې په برخه کې ګڼ شمېر کسان روزلي چې په دغه ولایت کې له فارمونو د تولیداتو په برخه کې اغیزمن تمام شوي.

د مالدارۍ چارو کارپوه محمد الله نوري وايي: «یو ډول چرګان یې تر درې کولونو پورې هګۍ کوي او وزې چې یې دي، دوه ځلې لنګېږي او ډېرې شېدې کوي او بچیان ډېر راوړي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ چارو امر محمد حامد زیاتوي: «زموږ توصیه ورته دا ده چې داسې وزې او حیوانات راوړي چې هغوی بل ځای کې نتیجه ورکړې وي او دوی یې په روزنه پوه شي.»

کندهار ته د بهرنیو چرګانو او وزو تر څنګ دا مهال شترمرغ، هوسۍ، طاووس او نور ډول ډول مرغان راوړل شوي څو نسلونه یې لا زیات شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه