Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان-ټرانس پروژې د لا همغږۍ رامنځ‌ته کولو لپاره د ا.ا هڅې

د افغانستان وسپنې پټلۍ اداره وایي، د دې ادارې رییس د ازبکستان او پاکستان هېوادونو د اړوندو ادارو له مسوولانو سره په ګډه پرېکړه کړې، څو د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي څېړنې د دواړو هیوادونو په لګښت سره پیل شي.

یاده اداره زیاتوي، افغانستان هڅه کوي، څو له ګاونډیو هېوادونو سره د دې پروژې په اړه د لا زیاتې همغږۍ رامنځ‌ته کولو لپاره څو اړخیزه همکاري پراخه کړي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال د مرغومې یا جدې میاشتې په لړ کې نږدې ۴۶۵ زره مټریک ټنه توکي د ریل پټلۍ له لارې د هیواد په بندرونو کې صادر او وارد شوي دي.

د دې ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي: « د افغانستان وسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره ناستې ولري، څو همغږۍ ډېره شي او موږ وکولای شو افغانستان د رېل پټلۍ له لارې د مرکزي اسیا د اقتصاد په څلور لارې تبدیل کړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دمګړۍ افغان سوداګر د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې خپل سوداګریز توکي سیمې او اروپا ته صادروي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي: «موږ د حیرتان، اقینې او ګل‌غونډۍ بندرونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره نښلول شوي یوو چې کولای شو له همدې لارې له اروپايي هېوادونو سره هم وصل شو او د صادراتي توکي د هغوی بازارونو ته ولېږدوو.»

یو شمېر سوداګر د وسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو بهیر ستايي؛ خو د هېواد د وسپنې پټلۍ له ادارې غواړي چې، په دې برخه کې افغان سوداګرو ته لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي وايي: «موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د هرات-خواف د رېل پټلۍ له لارې د صادراتي او سوداګریزو توکو لېږدولو او پراختیا برخه کې له سوداګرو سره د اسانتیا په برخه کې مرسته وکړي.»

د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمجید نیازی وايي: «د افغانستان له مسوولانو یوه غوښتنه لرم چې د خپلو لایحو وظایفو په اړه بیا کتنه وکړي، ځکه لایحه وظایف یې د جمهوریت د وخت ډېره پېچلې ده.»

د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اقتصادي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د افغان-ټرانس د وسپنې پټلۍ په حوزه کې د همکاریو پر شته ظرفیت هم خبرې کړې دي.

د هېواد د وسپنې پټلۍ ادارې د مالوماتو له مخې، افغان-ټرانس پروژه به چې له مزارشریفه پیل او تر پېښوره رسېږي د شاوخوا ۶ مېلیارډ ډالرو په لګښت سره په پنځو کلونو کې بشپړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه