Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې په بازارونو کې د ګازو بیې له لوړوالي د کابل اوسېدونکو اندېښنه

یو شمېر کابل ښاریان په بازارونو کې د ګازو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، په تېرو دوو اوونيو کې د يوه کيلو ګازو بيه له ٦٥ افغانيو څخه ٧٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د کابل اوسېدونکی سهیل وايي: «د خلکو ستونزې ډېرې دي، خلک دومره پیسې نه‌لري چې ګاز پرې واخلي، زموږ غوښتنه دا ده چې ګاز ارزانه شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی نورزاده وايي: «له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې ارزاني راوړي. اوس کراچۍ چلوم، په لاس کې مې څه نه‌شته. غواړم ارازني شي او ټول خلک د بې‌کارۍ له ستونزو سره مخ دي.»

یو پلورونکی عزیز احمد وايي: «نږدې دوه اوونۍ وړاندې مو ګاز په ۶۲ افغانۍ اخیستل او په ۶۵ مو پلورل او اوس یې ۷۲ یا ۸۳ افغانۍ اخلو او ۷۵ یې پلورو.»

د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د ګازو یو شمېر واردوونکي شرکتونه د نورم او سټندرډ ملي ادارې له لوري د ګازو له واردولو منع شوي دي.

د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمجید نیازی زیاتوي: «حکومت د ترکمنستان له یوې کارخونې د ګازو پېرل منع کړي، دې فابریکې د نورم په برخه کې ملاحضه درلودله.»

له ډېرو هڅو سره-سره مو په‌دې اړه د سوداګرۍ او صنعت وزارت او همداراز د نورم او سټندرډ ملي ادارې نظر تر لاسه نه‌شوای کړای. افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری ګاز له روسیې، قزاقستان، ترکمنستان او ایرانه راواردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه