Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ایران سفارت یو سوداګریز مرکز جوړوي

په کابل کې د ایران سفارت په افغانستان کې د یوه سوداګریز مرکز او د ایران د دایمي نندارتون د جوړولو اعلان کړی.

د دې سفارت چارواکي وايي، د یاد مرکز جوړېدل د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې ګټور تمامېږي.

په کابل کې د ایران سفارت د مطبوعاتو مسوول سید عباس بدري‌فري وايي: «بل ګام په کابل کې د ایران د سوداګریز مرکز او جوړېدل دي چې په یو میاشت کې به ډېر ژر پرانیستل شي او بل ګام د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا مهال افغان سوداګر ایران ته د توکو په صادرولو کې له ستونزو سره مخ دي او د سوداګرۍ د مرکز جوړېدل د سوداګرو د ستونزو په هواري کې مهم رول لوبوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «که طرح، بنسټ‌پاڼه او دندې یې مالومې وي، سوداګریز مرکز زموږ په ګټه دی، په تېره د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې موږ ته اسانتیاوې رامنځ‌ته کوي.»

بل خوا، یو شمېر سوداګر وايي، دمګړۍ ایران ته سوداګري کمه ده او اصلي ستونزه د تعرفې لوړوالی په ګوته شوی دی.

یو سوداګر محبوب‌الله محمدي وايي: «زموږ د صادراتو د کموالي او د وارداتو د ډېروالي اصلي دلیل په ایران کې د افغانستان د توکو لپاره د بازار موندنې کمزوي له کبله دی، ځکه په‌دې برخه کې د ایران حکومت همکاري نه ده کړې او یا هم د افغانستان د صادراتو د ودې په اړه د دواړو هېوادونو د سوداګرو د اړیکو نه پراختیا ده.»

د ایران سفارت همداراز وايي، سوداګرو ته د ویزې ورکولو په برخه کې هم اړینې اسانتیاوې رامنځ‌ته کوي. له دې وړاندې نړیوال بانک راپور ورکړی و چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال جنوري نه تر جون میاشت پورې درې میلیارډ ډالرو پورې توکي وارد کړي چې ۲۳ سلنه یې له ایرانه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه