Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل منډوي هټۍ‌وال د بازار له پیکه کېدو شکایت کوي

د کابل ښار د منډوي يو شمېر هټۍوال وايي، د بې‌وزلۍ له ډېرېدو سره خلک د توکو د پېرلو توان نه‌لري.

دغه هټۍوال د بازار له پیکه کېدو شکايت کوي او وايي، د پخوا پرتله د خلکو د پېرودلو کچه ډېره ټيټه شوې ده.

یو هټۍ‌وال عبداللطیف وايي: «پخوا موږ شاوخوا څلور تر پنځه لکه افغانیو پلور درلوده، اوس څلوېښت تر پځوس زره افغانیو پلور لرو.»

بوټ ګنډونکی محمد باقر وايي: «مخکې مو په ورځ کې شپږ سوه اووه سوه افغانۍ کار کاوه، اوس دوه سوه یا دوه نیم سوه افغانۍ کار کېږي.»

قصاب حسیب‌الله وايي: «که له تېرو دوه کلونو سره یې پرتله کړو، له نیمايي هم کم شوي دي، د منډوي وریجې پلورونکي راځي غوښتنه اخلي، تر ټولو بډایه یې یوازې د سلو یا له یو سلو پنځوس افغانیو پورته غوښه نه اخلي.»

ورته مهال، د کارګرانو ملي ټولنه وايي، له وروستیو تحولاتو سره سم، یو شمېر پانګوال هم له خپلو شتمنیو سره له افغانستانه ووتل او د خلکو اقتصاد یو دم راولوېد.

د دې ټولنې عمومي رییس معروف قادري وايي: «هم دولتي کارکوونکو د دندو د نه خوندیتوب له کبله بې‌دندې شوي او هم په خصوصي سکټور کې پانګونه کمه شوې ده.»

له دې ټولو سره سره اسلامي امارت وايي، افغانستان څه باندې څلور لسیزې جګړه تېره کړې او په وینا یې اوس سرپرست حکومت د ټولو اقتصادي سرچینو د بیا احیا کولو لپاره هڅې کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «موږ اقتصادي او ټولنیزې ستونزې درلودې، دا موضوع یوازې د اسلامي امارت له راتګه نه؛ بلکې د تېر شل کلن اشغال او د ۴۳ کلنې جګړې موږ ته دا بدمرغۍ راپرېښي او د افغانستان اقتصادي سرچینې له منځه تللي.»

په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي په هېواد کې د فقر او بې‌کارۍ د ډېرېدو یو لوی لامل د نړۍوالې ټولنې له لوري د سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندنه بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «یو داسې مشروع سیاسي ادرس رامنځ‌ته شي چې د نړۍ له‌خوا ورته درناوی وشي او د نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو له‌خوا ومنل شوي، څو په‌دې مناست سیاسي بستر کې اقتصادي وده ممکنه شي.»

د نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د نړۍوال بانک راپورونه د دې ښکارندويي کوي چې تر راتلونکو دوو کلونو به د افغانانو په اقتصاد کې څه ښه والی رانشي او اوس اوس د دغه هېواد په کورني ناخالص تولید کې هم د پام وړکمښت راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه