د حيرتان او اقينې بندرونو د نفتو او اوبلن ګازو د سوداګرو ټولنه د حيرتان بندر په سرحدي زيرمو کې د نفتو له کمښته خبر ورکوي.
د دې ټولنې مشر وايي، که له حيرتان پټلۍ څخه د لېږد بهير بېرته پيل نهشي، په هېواد کې به د تېلو بيه لوړه شي.
د حیرتان د نفتي موادونو او اوبلن ګازو د سوداګرو ټولنې رییس عبدالمومن ضیايي وايي: «تقاضا ډېره ده او غرضه کمه شوې، د حیرتان بندر په زېرمو کې ګاز، ډېزل او پټرول کم پاتې دي.»
بلخوا د وسپنې پټلۍ اداره د حیرتان-مزارشریف د وسپنې پټلۍ د فعالیت د بېرته پېلېدو په تړاو د هوکړهلیک د لاسلیکولو لپاره ازبکستان ته د سرپرست حکومت یوه ګډ پلاوي د سفر خبر ورکوي.
د وسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي: «په همدې اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ او امارتي ادارو یو ګډ پلاوی ازبکستان هېواد ته سفر کوي او هلته به په ازبکستان کې د حیرتان-مزارشریف د وسپنې پټلۍ د ځینو برخو هوکړهلیک وروستی او لاسلیک کړي.»
د کانونو او صنایعو خونه د حیرتان سرحدي بندر د هېواد د اقتصادي فعالیتونو لپاره د هېواد له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي بندرونو بولي.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «له حیرتان بندره موږ په ډېره پیمانه صادرات او واردات لرو او دا بندر د صادراتي او وارداتي توکو په تېره د سون توکو او اوړو د لېږد له مخې ډېر ښه دی او همداراز ابکستان او منځنۍ اسیا ته چې موږ صادرات لرو.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، سوداګر د حیرتان د سرحدي بندرله لارې،غالۍ، وچه او تازه میوه او سبزیجات، صادروي او غوړي تېل او اوبلن ګاز راواردوي.
په دې اړه مو اندونه