د افغانستان بانک د تفتیش کمېټه وایي، نوي بانکنوټونه به د روان مېلادي کال په مې میاشت کې افغانستان ته را ورسېږي.
د دې کمېټې رییس طلوعنیوز ته وايي، دغه پیسې د یو فرانسوي شرکت له لوري چاپ شوي او دا لړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري.
د افغانستان مرکزي بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمود محرابي وايي: «فرانسوي شرکت ژمنه کړې چې د نویو افغانیو لومړۍ بسته به د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې افغانستان ته وسپاري او پاتې نور به یې د روان کال په وروستیو درېو میاشتو کې افغانستان ته وسپاري.»
له دې سره سم، د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، ډېری ۵۰۰ او زرګون بانکنوټونه زاړه شوي او په وینا یې دغه وضعیت صرافان له ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک وايي: «له بده مرغه په وروستیو وختونو کې د افغانۍ په بانکنوټونو کې زوړوالی خورا ډېر لېدل کېږي. یوازې په شهزاده مارکېټ کې نه؛ بلکې د افغانستان له نورو مارکېټونو څخه هم موږ ته شکایت راځي.»
له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، نوې چاپ شوې افغانۍ تر اوسه د خلکو په واک کې نهدي ورکړل شوي او له د افغانستان بانکه غواړي چې نوې چاپ شوې پیسې بازارونو ته وباسي.
د کابل اوسېدونکی علام ماجدالدین وايي: «نوې چاپ شوې پیسې چې راغلي، باید خلکو ته ورکړل شي، باید تر اخره په بانکونو کې پاتې نهشي. د همدې لپاره چاپ شوي چې خلک ترې ګټه پورته کړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی مقیم وايي: «پیسې ډېرې زړې شوې دي او په همدې خاطر یې خلک نه اخلي، تر ماښامه خلک راځي، یوه ته یې ورکړه، بل ته یې ورکړه، څوک وايي، نمبر نهلري، څوک وايي، څوکه یې نهشته.»
تر دې مخکې د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس ویلي وو، د یو نیم مېلیارډ په ارزښت نوې افغانۍ چې د یوه پولېنډي شرکت له لوري چاپ شوي، افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه