Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات

د افغانستان بانک د پلټنې کمېټه وايي، د پولي سیاست د بریالیتوب له امله د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت پاتې دی.

د دې کمېټې مشر زیاتوي، اوس‌مهال د افغانیو بیه د ثبات په حال کې ده.

د افغانستان بانک د پلټنې کمېټې رییس شاه محمد محرابي وايي: «د افغانستان بانک په بریالۍ توګه د بیو په نوساناتو کې د ارزښت د ساتنې لپاره د پیسو له سیاستونو استفاده کړې ده. د نورو پیسو پر تله افغانۍ نسبتاً ثابت پاتې شوې ده.»

دمګړۍ د کابل په بازارونو کې یو ډالر تر څه کم ۸۹ افغانیو پلورل کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «یو دلیل یې دا دی چې موږ له دېرش تر څلوېښت مېلیونه ډالرو شاهد یوو، همداراز لوېدیځ غواړي په بازار کې د ډالرو د کمېدو ساتنه وکړي او دا د ډالر د ثابت پاتې کېدو باعث شوی دی.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت د صادراتو ډېرېدل، د مالیاتو راټولول او همداراز له فساد او د ډالرو له قاچاق کېدو مخنیوی د افغانۍ د ارزښت د ثابت پاتې کېدو لاملونه ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «بېلابېل عومل دي لکه د صادراتو ډېرېدل، د مالیې راټولو، له مرزونو د تعرفو راټولول، د فساد رېښو ختمول، له هېواده بهر د ډالرو د قاچاقولو مخه نیول او په ټوله څارنه هغه عوامل دي چې د افغانۍ د ارزښت په ساتلو کې یې مهم رول لوبولی دی.»

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وايي: «د ډالرو د چاقاق مخه نیول او په بازار کې د ډالرو ډېرېدل د دې سبب شوی دی چې په دوامداره ډول د افغانۍ ارزښت ثابت پاتې شي.»

تر دې مخکې ریاست الوزرا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ځمکې له لارې نورو هېوادونو ته تلونکي افغانان نه‌شي کولی له ۵۰۰ ډالرو ډېرې پیسې له ځانه سره ولېږدوي او له هوايي لارو د پیسو د لېږد اندازه هم ۵ زره ډالره مشخصه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه