Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزارشریف کې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار د فعالیت پيل

د بلخ ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د کسب‌ګرو او سوداګرو ښځو لپاره د بازار له خبرېدو خبر ورکوي.

د مزارشریف ښاروال نقیب الله طارق وايي چې دغه بازار کابو ۲۰۰ هټۍ لري او ټولې هټۍوالې او پېرودونکي یې مېرمنې دي.

د مزارشریف ښاروال زیاته کړه:«دلته کابو ۲۰۰ هټۍ دي او دا ۲۰۰ هټۍ یوازې د مېرمنو لپاره دي چې هغوی دلته فعالیت وکړي او خپل رورځنی ژوند مخته بوځي او همدارنګه له دې ځایه خپلو ماشومانو ته نفقه پيدا کړي.»

بل خوا، د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولین وایي چې اسلامي امارت ښځو ته د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې ژمن دی.

د بلخ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ویاند نصرالله هوتک هم وویل:«تبلیغات وو چې اسلامي امارت د ښځو د کار او سوداګرۍ مخالف دی؛ خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته، دا یې ټولې نړۍ ته وښوده چې اسلامي امارت چې د ښځو له کار او کسب سره هېڅ ډول مخالفت نه لري.»

ورته مهال، یو شمېر سوداګرې مېرمنې د دغه بازار له جوړېدو هرکلی کوي او له اسلامي امارته د لا زیات ملاتړ غوښتونکې دي.

سوداګره پشتنه وايي:«ډېره خوشحاله یم چې زموږ مارکېټ پرانیستل شو او نن ورځې پرانیستې ته وو چې ټولې ښځې خبرې شي، دلته یوازې مېرمنې کولای شي راشي. سړي هېڅ اجازه نه لري.»

یوه بله سوداګره هم څرګندوي:«د دغو هټیو کرایه د میاشتې ۴۰۰ او ۵۰۰ ډالره وه؛ خو تاسې نن وینئ چې لومړی ۱۲۰۰ افغانۍ وې؛ خو ښاروال صاحب نن ۴۰۰ افغانۍ اعلان کړه.»

د بلخ سیمه ییز مسوولان ډاډ ورکوي چې تمه ده په دغه ولایت کې د ښځینه‌وو لپاره یو بل بازار هم جوړ شي چې نږدې ۴۰۰ مېرمنو ته به د کار زمینه برابره شي.
 
ځينې سوداګرې مېرمنې د دغه بازار له جوړېدو هرکلی کوي او له اسلامي امارته د لا زیات ملاتړ غوښتونکې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه