Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له شبرغانه تر کابله د ۵۰۰ کیلو ولته برېښنا د مزي غځولو کار به چټک شي

له شبرغان څخه د کابل تر ارغندې پورې به د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لیږد پروژه د راتلونکي کال د ژمي تر را رسېدو بشپړه شي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت اقتصادي کمېسیون د دغې پروژې د مالي تمویل مسوولیت مالیې وزارت او نورو اړوندو ادارو ته سپارلی دی.

بلخوا د مالیې وزارت وایي چې یاد وزارت چمتو دی چې د تخنیکي پړاونو له تېرېدو وروسته به د دغې پروژې لګښت تامین کړي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې هکله وايي:«له شبرغانه تر ارغندې د برېښنا د مزي د غځولو او د سب اسټېشنونو په هکله، د مالیې وازرت چمتو دی چې لارښونې عملي کړي. هر کله چې حکم وشي زموږ تخنیکي همکاران چمتو دي چې د هغه تخنیکي برخه وارزوي او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.»

ورته مهال د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې له شبرغانه د کابل تر ارغندې د ۵۰۰ کیلو ولته مزي پروژې ۸۰ سلنه کار د اسیا پراختیايي بانک له خوا بشپړ شوی دی او د نوي لګښت سره به د هغه پاتې کار هم پیل شي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د انرژي پروګرامونو رییس انجنیر فرهاد محمودي وویل:«د دغې پروژې کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی. د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې د اقتصادي کمېسیون تر څار لاندې له اړوندو جوړ یو پلاوی دغې پروژې ته د بودیجې پیدا کولو په منظور کار وکړي. چې دغه پروژه یوه له مهمو او حیاتي پروژو څخه شمېرل کېږي.» 

د برېښنا ریاست پخوانی رییس امان‌الله غالب هم څرګندوي:«په ټول کې له پلخمري تر کابله ۴۰۰ یا ۵۰۰ مېلیون ډالر ازرښت لري او اوس ۶۰ تر ۷۰ مېلیونه کار پاتې دی. دا اندازه د پانګونې له لارې یو ښه غوراوی دی چې کولای شي پرژوه بشپړه کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریښتیا هم وايي:«کابل ته د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي نښلون کولای شي ځينې ستونزې حل کړي. په ځانګړې توګه د صنایعو ستونزې چې د برېښنا له کموالي سره مخ دي، کولای شي حل کړي. د انرژۍ د ستونزې له حل کېدو سره له شک پرته چې په هېواد کې به سترې پانګونې وشي.»

افغانستان د خپلې د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ترکمنستان، اوزبیکستان او تاجیکستانه وارد وي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د لېږد پروژې له بشپړېدو سره به کابل او ګاونډي ولایتونه به په ژمي کې د برېښنا د پرچاویو له ستونزو سره مخ نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه