Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې "د غوره ملي خدمتونو" نندارتون پای‌

د غوره ملي خدمتونو د پسرلني نندارتون په وروستۍ ورځ یو شمېر متشبثین وايي، په‌دې نندارتون کې يې د محصولاتو لپاره ښه بازار موندنه شوې ده.

دغه متشبثین وايي، د خپلو تولیداتو د پلورلو لپاره یې ځینې تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د نندارتون ګډونوال احمد نسیم امیري وايي: «دا نندارتون کولای شي په افغانستان کې دننه د اقتصاد په ودې او پرمختګ برخو کې ښه ګام شي.»

د نندارتون یو بل ګډونوال عبدالقدیر زیاتوي: «له چارواکو غواړو چې له نندارتونونه ملاتړ وکړي او یو بل ته لاس ورکړو؛ څو هېواد د پرمختګ لور ته یوسو.»

په دغه نندارتون کې تر سلو زیاتو سوداګرو ښځو هم ګډون کړی وو.

له دې سره سم، ځینې متشبثین له سرپرست حکومته غواړي چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او سوداګرو ته اسانتیاوې هم رامنځ‌ته کړي.

سوداګره یلدا وايي: «ستونزه دا ده چې د خلکو اقتصاد کمزوری دی او کاروبار نه‌لري او ګډنوال هم ډېر راځي، خو دومره پلور نه‌شته.»

سوداګر محمد رضا زیاتوي: «زما غرفه د ټکنالوژي اړوند ده، نږدې سلو کسانو لېدنه کړې ده او خپل نومونه او نور مشخصات یې لیکلي. له نندارتون وروسته ورسره موږ اړیکه نیسو.»

په ورته وخت کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په نندارتونونو کې د ښځو حضور د هېواد د اقتصاد د لا پراختیا په برخه کې مهم رول لري.

د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییسه سلما یوسفزۍ وايي: «په‌دې نندارتون کې د ښځو ګډون په‌دې مانا دی چې دوی ډېرې وهڅېږي او د ذهن له پلوه ارامه شي. یانې ښځې هم په هره برخه کې شریکې دي او کولای شي پرمختګ وکړي.»

د غوره ملي خدماتو د نندارتون د سمبالوونکو د مالوماتو له مخې، په‌دې نندارتون کې په بېلابېلو برخو کې د ۱۲۰ ښځو په ګډون څه باندې ۲۵۰ سوداګرو او متشبثینو ګډون درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه