Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پیازو او رومیانو د بیو له لوړوالي د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي شکایت

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکې د کابل ښار په بازارونو کې د پیازو او رومي بادنجانو د بیو له دوه برابره لوړېدو شکایت کوي.

دوی وایي، سوداګر د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو له مجبوریته په استفادې په احتکار لاس پورې کوي او د توکو بیې لوړوي.

د کابل اوسېدونکی  احمد ناصر وايي: «سوداګر تر دې کچې پورې احتکار کوي چې په بازار کې توکي کموي او بیې دوه برابره لوړوي. دولت دې لومړی د احتکار مخه ونیسي، ټول ګدامونه دې وڅېړي او دخلکو مالونه دې و نه ساتي، مالونه باید پر وخت بازار ته وړاندې شي.»

هټۍوال احمد مختار وايي: «پیاز له هنده راغلي، سوداګرو ته له ۲۸۰ څخه تر ۳۲۰ افغانیو پرېوځي، ټول یې ذخیره کړي، ورځ تر بلې په اووه کیلوګرامو کې سل افغانۍ ډېرېږي.»

ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، د پیازو او رومي بانجانو د بیې د لوړېدو یو لامل د خلکو ډېره تقاضا او د سوداګرو له لوری کمه عرضه ده.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌‌زاده وايي: «بازارانه ارزانه کېږي او بیې راټیټېږي، ښايي لس یا پنځلس ورځې ګراني وي. سوداګرو ته وړاندیز کوو چې د روژې مبارکه میاشت ده، زموږ عرضه ستونزه لري او خلک په بې‌وزلۍ کې دي. یوه کراچۍ چلوونکی نه‌شي کولای چې یو من پیاز په ۵۰۰ یا ۶۰۰ افغانۍ واخلي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال له هند، ترکیې او مصر هېودونو افغاستان ته پیاز واردېږي او تر دوو یا درېیو راروانو اوونیو به د کندز او ننګرهار د پیازو حاصلات هم بازار ته وړاندې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه