Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مرکزي بانک له خوا د کسیز (انفرادي) صرافیو د جوازونو لغوه کېدل

د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټولو انفرادي یا کسیز صرافیو او د پیسو د خدمتونو د جوازونو د لغوه کېدو خبر ورکړی دی.

دغه بانک ویلي چې له ۸۷۰ زیاتو د صرافي او پیسو د خدمتونو شرکتونو ته جوازونه صادر شوي دي.

د افغانستان بانک د صرافانو د انفرادي جوازونو د لغوه کېدو لامل په چارو کې روڼتیا او له مالي او غیربانکي بنسټونو په تېره بیا صرافیو څارنه بولي.

د افغانستان بانک د اعلامیي په یوې برخه کې راغلي:«په تېر یوه کال کې شاوخوا ۸۶۷ صرافیو او د پیسو د خدمتونو د انفرادي شرکت جوازونه اخیستي دي، چې د هغوی دغه کار اوس معیاري شوی او اسانیاوې یې رامنځته کړې دي.»

د صرافانو ټوله وایي، چې د صرافانو د انفرادي جوازونو د لغوه کېدو او د افغانسان بانک له لوري د پیسو د خدمتونو پر شرکتونو د نویو جوازونو د وېشلو پرېکړه  د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت تر نظر لاندې د صرافانو او د افغانستان بانک د مسوولانو ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته شوې ده.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن ځيرک وايي:«دا لایحه کومه نوې لایحه نه ده کابو د یوه کال مخکې ده؛ په یوکلن فعالیت کې دا خبره شوې ده.»

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي، چې د سرپرست حکومت د نوي لایحې په عملي کېدو سره به یو شمېر صرافان خپل کار له لاسه ورکړي.
 
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند زیاتوي:«بېشکه چې ستونزه شته. تراوسه خو په خپله صرافانو جوازونه اخیستي دي دا یوه ستره خبره ده. زه دې ته هیله من یم چې دا بهیر په سمه توګه سرته ورسېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«لومړ‎ۍ خبره دا ده، چې باید کوچني صرافان له منځه ولاړ شي. د دې لپاره دوی ته داسې شرطونه اېښودل شوي چې نور شي کولای دغه شرطونه پوره کړي. نو هغوی له منځه وړل کېږي، دویم شرط یې دا چې ټوله دغه تقاضا چې دوی رفع کوله دا تقاضا لویو صرافانو ته راځي.»

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د شمېرو پربسټ، هره هغه صرافي چې اوس وغواړي، له د افغانستان بانکه د صرافۍ د شرکت جواز ترلاسه کړي، درې مېلیونه افغانۍ ضمانت اېږدي او دغه بانک ته درېش مېلوینه افغانۍ وړاندې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه