Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صنعت او سوداګرۍ وزارت: په ۱۴۰۱ کال کې مو تر دوه مېلیارد ډالرو صادرات لرل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې د افغاسنتان د صادراتو کچه دوه مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي چې تېر کال د هېواد څه باندې ۵۰ سلنه صادرات کرنیز محصولات وو چې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو او ازبیکستان ته صادر شوي دي.

اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«وتوانېدو چې په ۱۴۰۱ کال کې د خپلو صادراتو کچه دوه مېلیارد ډالرو ته ورسوو چې ډېری دغه صادرات ګاوندیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، هند، تاجیکستان، ترکمنستان، ترکیې، چین، قزاقستان، او ازبیکستان ته وو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۱ هجري- لمریز کال کې افغانستان د کرنې په برخه کې ۵۲ سلنه، د کانونو په برخه کې ۲۸ سلنه او د منسوجاتو په برخه کې ۹ سلنه صادرات درلودل.

له دې منځه د ۴۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان، د ۲۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت هند، د ۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت متحده عربي اماراتو، د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ازبېکستان، د ۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت چین او ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ایران ته صادرات شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«له کښتۍ وروسته په سوداګرۍ کې انتقالات یو مهم شی دي، تر ټولو کم بیه انتقالات د رېل دي او که چېرې موږ له رېل پټلۍ سره ونښلو، دننه په افغانستان کې شمال، له سوېل، سوېل له ختیځ او ختیځ له لوېدیځ سره او بالاخره له خپلو ګاونډیو پاکستان او ایران سره او له دې لارې له شمال سره وصل شو.»

له بل لوري سوداګر لا هم په هېواد کې له بانکي ستونزو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو غواړي چې، دغه ستونزه یې حل کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر څرګندوي:«د صادراتو زیاتوالی کولای شي چې پر ملي عوایدو پر زیاتوالي، د ملي پیسو د اررښت پر پياوړتیا او همدرارنګه د تادیاتو د بیلانس کسر کموالي کې مثبته اغېزه لري.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۱ هجري- لمریز کال کې بیا افغانستان د نږدې ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت ورادات درلودل.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه