Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت: چین د افغانستان د لېتیمو په برخه کې پانګونې ته لېواله دی

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې چین او ځينې نور هېوادونه د افغانستان د لېتیم په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي چې د افغانستان ډېری لېتیم په کونړ، نورستان او هلمند ولایتونو کې دي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«د لېتیم په برخه کې نه یوازې چینایان بلکې ډېرو هېوادونو او پانګوالو مراجعه کړې او د لېتیم په برخه کې یې لېوالتیا ښودلې ده. چینایانو حتا ویلي چمتو یوو چې لس مېلیارد ډالره پانګونه وکړو.»

ښاغلی افغان وايي چې د تړونونو د ورکړې بهیر به د اسلامي امارت د کابینې له لوري بشپړ شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند زیاتوي:«موږ د نړۍ په کچه د لېتیمو سترې زېرمې لرو. زموږ هېواد په نړۍواله کچه د هغو هېوادونو په نوملړ کې راځي چې د لېتیمو په برخه کې غني دي او تر ډېره بریده په کونړ، نورستان او هلمند ولایتونو کې د لېتیمو زېرمې لرو.»

خو د افغانستان د لېتیمو استخراج ته د چین لېوالتیا د څه له امله ده؟

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له هغه ځایه چې چین په نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرو ستر بازار دی، لېتیم په ځانګړې توګه د برېښنايي موټرو په صنعت کې ډېر حیاتي دی.»

لېتیم چې د برېښنا تر ټولو مهمه زیرمه کوونکې انرژي ګڼل کېږي، تر ډېره په نویو ټکنالوژیو په تېره بیا د ګرځنده ټلېفونونو د بطریو، د موټرو د بطریو، د کمپیوټر د بطريو او د بې پېلوټه الوتکو د بطریو په جوړولو کې کارول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه