Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روان زیږدیز کال په لومړیو درې میاشتو کې د صادراتو څلور سلنې زیاتوالی

نړۍوال بانک راپور ورکړی چې د وران زیږدیز کال په لومړنیو درې میاشتو کې څلور سلنه زیاتوالی موندلی دغه هېواد له جنورۍ میاشتې تر اپرېل میاشتې پورې د ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

د نړۍوال بانک په نوي راپور کې راغلي چې د افغانستان د تورم نرخ د تېرو کلونو پرتله د پام وړ کموالی موندلی دی.

د روان کال درې میاشتې صادرات د تېر کال له درې میاشتو سره پرتله شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد وايي:«ډېری صادراتي توکي چې موږ لرل د ډبرو سکاره، وسپنه، پنبه، وچې مېوې، کرنیز محصولات او لاسي صنایع وې، او هغو هېوادونو ته چې ډېر صادرات مو لرل، پاکستان، هند، ازبیکستان، تاجیکستان، عربي متحده اماراتو، چین، ایران او ترکیې وو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی هم څرګندوي:«علت یې دا و، چې صادراتو ته په ګمرکونو کې یو رژیم رامنځته شوی دی. په بندرونو او سرحدونو کې صادراتو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې لومړی د صادراتو موټر چې ولاړ دي، لومړی باید هغه طی مراحل شي.»

د نړۍوال بانک د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د تورم نرخ ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه وو؛ خو د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې بیا دغه کچه ۱ اعشاریه ۹۴ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل:«د پولي سیسټم په مدیریت کې اغېزمن سیاستونه د افغانیو د ارزښت د ثبات ساتنې لامل شوی دی. د دولت د پیسو د لګښتونو کموالی او سپما، د صادراتو زیاتوالی او د مرکزي بانک له لوري بازار ته د بهرنیو اسعارو تزریق کولای شو د نرخ د تورم د کموالي لاملونه وشمېرو.»

د نړۍوال بانک د موندنو له مخې، ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ تر مې میاشتې پورې له افغانستان سره ۷۶۰ مېلیونه ډالره نغدي مرسته کړې ده.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي څرګنده کړه:«د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره په ځانګړې توګه د ډالرو په وړاندې ډېر لاملونه شتون لري. لومړی داغي پیسې دي چې نړۍواله ټولنه یې د بشرپاله مرستو مرستو په توګه استوي؛ هغه کڅوړې چې هره اوونۍ افغانستان ته راځي.»

د نړۍوال بانک د راپور یوه برخه د افغانستان عوایدو ته ځانګړې شوې ده. د دغه راپور له مخې، د افغانستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې پورې له خپلو ګمرکونو او نورو سرچینو ۲ اعشاریه ۲ مېلیارده ډالره عواید راټول کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه