Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بازار ته د معیاري جامو د عرضه کولو لپاره د افغانې سوداګرې هڅه

يوه افغانه سوداګره هڅه کوي چې د اروپایي او افغاني جامو د طرحو له یوځای کېدو سره، قیمتي او معیاري جامې بازار ته وړاندې کړي.

د سارا په نوم د جامو ګنډلو فابریکې مسوولین وایي چې خلکو ته یې په معیار برابرې جامې ګنډلې نو ځکه خو اوس بهرنیان هم پرې جامې ګنډي.

د جامو ګنډلو دا کار خونه چې د یوې افغانې مېرمنې په پانګونې سره جوړه شوې ده، اوس بېلابېلې اروپايي جامې د افغان مېرمنو په لاسي کار  سره بازار ته وړاندې کوي.

 د دې کارخونې مسوولین وايي چې د دوی د  تولیداتو ډېری پېردونکي  په افغانستان کې کارکوونکي بهرنۍ مېرمنې او د خصوصي او دولتي برخو کارکوونکي دي.

 دوی وايي چې د اروپا او افغانستان د جامو ګنډولو د طرحو یو ځای کول د دوی د محصولاتو له ځانګړتیاوو دي چې ډېر پېردونکي جذب کړي دي.

د سارا د جامو کنډلو د کارخونې د طراحۍ مسوول محمد قیوم قیومي وویل:«که‎چېرې دک دغو تولیداتو بیه د دوبۍ په بازارونو کې وپوښتې، ډېره لوړه ده خو موږ دلته دا په دوه تر دوه نیم سوه ډالرو پلورو. موږ کولای شو هغه پیسې چې د دوی په تولید یې لګوو بېرته ترلاسه کړو.»

اخوا د دې کارخونې یو شمېر کارګران خپل کار او بار  پر ورځ تر بلې پراختیا  ته په خوښې سره وايي چې د خامک ګنډولو او د مرۍ ګنډولو په برخه کې له نورو ولایتونو هم کارګران پر کار ګماري.

د سارا د جامو ګنډولو د کارخونې کارګر عنایت الله وايي سره له دې چې په جامو ګنډولو کې تجربه لري، خو په دې کارخونه کې کار کول ډېرې ځانګړنې لري.

 نوموړی وايي چې د جامو په ګنډولو کې له نوښتونو په ګټې اخیستنې سره هڅه کوي خپل کار او بار پراخ کړي.

اخوا دغه کارګران وایي چې اوس مهال په دې کارخونه کې څه باندې لس تنه کار کوي، خو که یې کار پراختیا ومومي کولای شي د جامو ګنډولو اوخامک ګنډولو او مرۍ اوبدلو په برخه کې لسګونه نور تنه هم جذب کړي.

 دوی له حکومته غواړي چې د منځنیو او کوچنیو تشبثاتو په پراختیا سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د سارا د جامو ګنډلو د کارخونې فني کارګر محمد سلیمان څرګنده کړه:«هغه جامې چې موږ یې ګنډو ډېری یې بهرني دوستان خوښوي او پېري یې. هغه برخه چې تاسو هم ولیده ډېرې ښکلې او ښایسته دي.»

 که څه هم  هغه جامې چې په دې کارخونې کې جوړېږي، لوړه بیه لري خو په معیاري توګه د هغو ګڼل او د هغو په کار کې نوښت د دې لامل کېږي چې ګڼ شمېر خلک دغه جامې وپېري.

 د دې فابریکې مسوولین وايي چې د دغو جامو د ګنډلو لپاره  په وروځو ورځو او ان یوه میاشت کار کوي چې بالارخره دغه جامې په مناسبه بیه وپلورل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه